د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

غني: اروپا ته د افغان محصولاتو د صادرولو زمينه برابرېږي


ولسشراشرف غني د اورګاډي د هغې سترې پروژې پر اړتیا ټینګار کوي چې د پلان له مخې افغانستان د چین او منځنۍ آسیا له لارې له اروپا سره ونښلوي.

ولسمشرغني په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو شورا په تحقیقاتي مرکز کې د وینا پرمهال د افغانستان د اقتصادي پرمختګ پر مسئله تمرکز وکړ، ویې ویل چې په راتلونکو ۲۵ کلونو کې به آسیا د نړۍ د تر ټولو ستر اقتصاد لرونکې قاره وي او افغانستان به په آسیا کې د اقتصادي راکړې ورکړې په مرکز کې وي.

ښاغلي غني وویل چې له افغانستان پرته د منځنۍ، جنوبي، ختیځې او لویدیځې آسیا ترمینځ اړیکي نشي ټینګېدای. غني وویل، د افغانستان هدف دا دی چې په یوه ترانزیتي هېواد بدل شي.

ولسمشرغني په ۱۸۶۹ کال کې د امریکا د قارې په کچه د اورګاډي د پراخې پروژې د بشپړېدو یادونه وکړه او ویې ویل چې دې ته یوه ورته پروژه په راتلونکو ۲۵ کلونو کې په آسیا کې هم ممکنه ده.

ولسمشر غني وویل، د اورګاډي دا پټلۍ چې اوږدوالی یې څه باندې 3600 کیلومترو ته رسېږي له دریو کلونو په لږه موده کې عملي کېدای شي او له اټکل سره سم د افغانستان محصولات به په پنځو ورځو کې د کسپین سمندرګي له لارې اروپا ته ولېږدوي.

افغان ولسمشر یادونه وکړه چې دا پروژه به د افغانستان له لارې د برېښنا لېږد، د ګاز پایپ لاین او د نوري فایبر ترانزیت او په دې وسیله ګڼ شمېر خلکو ته د کار امکان برابر کړي.

اوس مهال یوازې بلخ ولایت د ازبکستان د اورګاډي له شبکې سره وصل دی. ولسمشر غني وویل پلان دا دی چې دا شبکه افغانستان له چین سره وصل کړي.

په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ د شبکې بشپړېدل د افغانستان لپاره دا امکان برابروي چې خپلې طبیعې زیرمې او له هغې ډلې لیتیوم، مس، ګاز او تېل چې د امریکا د دفاع وزارت د اټکلونو له مخې ارزښت یې یو تریلیون ډالرو ته رسېږي بهر ته صادر کړي.

د حامدکرزي حکومت د دې زېرمو ارزښت درې برابره زیات باله، ولسمشر غني وویل، افغانستان طبیعي زېرمې لري خو داسې ملي ادارې نشته چې چارې یې په سم ډول تنظیم کړي، خو دا دا یادونه هم وکړه چې په راتلونکو لسو کلونو کې ښايي افغانستان په نړۍ کې د مس او وسپینې ترټولو لوی تولیدوونکي هېواد وي. د ولسمشر په وینا د افغانستان د ګاز سرچینې هم ښې دي او اوس اوس معلومېږي چې د تېلو سرچینې به یې هم بدې نه وي.

اشرف غني وویل په راروانو لسو کلونو کې ښايي افغانستان پرېمانه طبیعي زېرمې تولید کړي خو د اورګاډي له پټلۍ پرته د یوه متوازن اقتصاد رامینځ ته کول امکان نلري. ده زیاته کړه چې نړیوال بانک، آسیايي پراختیايي بانک او پاکستان د دې پروژې د تمویلوونکو له ډلې دي او د لګښتونو په سلو کې نوي برخه یې چمتو ده.

XS
SM
MD
LG