د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

پاکستاني پوځيانو په خيبر ايجنسۍ کې د ١٥ ترهګرو د وژلو ادعا کړې


د پاکستان پوځي مقاماتو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې د ځمکنيو عملياتو پر مهال په سيمه کې مېشتو ترهګرو ته ددرنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې د شنبې په ورځ سهار رسنيو ته ويلي چې د خيبر ايجنسۍ په مستک نومي سيمه کې د مېشتو ترهګرو او پاکستانيو پوځيانو ترمنځ سخته مخامخ نښته پيل شوې چې په نتيجه کې يې تر دې دمه لږ تر لږۀ ١٥ ترهګر وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

دوى ادعا کوي چې د ترهګرو خپل لس مړي پر پرېښي او له سيمې تر تښتېدلو وروسته يې مړي او درنه وسله د پاکستانيو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې په وينا؛ په دغه نښته کې تر دې دمه ٣ پاکستاني پوځيان هم ټپيان شوي دي.

پاکستانيو ځواکونو په داسې حال کې په خيبر ايجنسۍ کې ځمکني پوځي عمليات پيل کړي چې تر دې مخکې يې د مارچ په ٢١مه نېټه ويلي وو چې ددې ايجنسۍ په بېلابېلو قبايلي سيمو کې يې د هدفي هوايي بريدونو پر مهال لږ تر لږه ٨٠ وسله وال وژلي او تر ١٠٠ زيات ټبيان کړي دي.

د خيبر ايجنسۍ يوې باخبري ځايي سرچينې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې د پاکستان هوايي او ځمکني ځواک له تېرو دوو راهيسو ددغې ايجنسۍ په لرې پرتو سيمو کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر ضد ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي، خو په سيمه کې د تليفوني شبکو د نشتوالي او د خبريالانو پر ورتګ د بنديز له امله د تلفاتو کره معلومات نه شي ترلاسه کېداى.

خيبر ايجنسۍ دې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته قبايلي سيمه ده، چې افغانستان له ختيځ ولايت ننګرهار سره نښتې اوږده پوله لري.

که څه هم په دې سيمه کې د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام ډلې وسله وال جنګيالي مېشت دي، خو په دې وروستيو کې ويل کېږي، چې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له امله د تحريک طالبان پاکستان ډېرى جنګيالي هم دې سيمې ته راوښتي او مېشت شوي دي.

که څه هم د پاکستان پوځي مقاماتو تر دې دمه په عملياتو کې د وژل شويو ترهګرو د هويت په اړه څه نه دي ويلي، خو باخبرې سيمه ييزې سرچينې ازادي راډيو ته وويل، چې په دغو وژل شويو کې ډېرى د لشکر اسلام وسله وال جنګيالي دي.

پاکستانيو پوځيانو تر هغې وروسته په دې ايجنسۍ کې پوځي عمليات تېز کړي، چې پاکستانيو طالبانو د تېر کال په دسمبر کې په پېښور کې پر ښوونځي وسله واله حمله وکړ، چې په نتيجه کې يې د زده کوونکيو په ګډون ١٤٤ کسان ووژل شول.

د يادونې وړ ده، چې خپلواکو او ځايي سرچينو لا تر دې دمه په خيبر ايجنسۍ کې د پاکستانيو ځواکونو د وژلو ترهګرو د کره شمېر په اړه څه نه دي ويلي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG