د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

په وردګ او نورستان کې ٨ تنه وژل شوي


په ميدان وردګ او نورستان کې د ناامنيو پېښو او پوځي عملياتو وسلوالو طالبانو او ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې.

په ميدان وردګ کې د طالب وسله والو پر ضد دغه عمليات تېره شپه په چک ولسوالۍ کې شوي چې پکې تر اوسه پورې پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي.

په دغو عملياتو کې د سرتېرو او طالبانو تر منځ تېره شپه نښتې هم شوې دي چې پکې د چارواکيو په خبره، لس تنه وسله وال ژوبل شوي دي هم دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، په وژلو شويو پنځو تنو وسله والو د طالبانو يو تن جنګي قومندان هم شامل دی.

دی د طالبانو د وژل شوي قومندان نوم عبدالجبار ښيي. جبار په سيمه کې په قومندان ملنګ هم مشهور و.

خوګياڼی وايي، په عملياتو کې سرتېرو او عامو وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دغه په خبره، په دې سربېره، د عملياتو پر مهال سرتېرو ته د طالبانو وسلې او موټر سايکلونه هم ورپاتې شوي دي.

دې ته ورته نن سهار د ميدان وردګو په دايميرداد ولسوالۍ کې هم د سرتېرو او طالبانو تر منځ نښته شوې چې پکې يو طالب وژل شوی او يو بل ژوبل دی.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په نورستان کې د ماين چاودنه:

بله خوا په نورستان کې د ماين چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادۍ راډیو ته وویل چي لومړۍ پیښه پرون ناوخته د وانت وایګل ولسوالۍ اړوند د وایګل کلي د ماین چاودنه وه چې پکې دوه تنه ټپیان شوي او کله چې خلکو غوښتل یاد زخمیان د اسداباد روغتون ته انتقال کړي ، د ارنس خوړ کې ورته وسله والو طالبانو کمین نیولی، د زخمیانو پر موټر يې ډزې کړي چې پکې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

هغه وايي ټول وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي وو او له دولت سره يې هیڅ ډول اړیکې نه درلودې.

وسلوالو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG