د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

کابل کې د کوډګرو او تغویذګرو د مخنیوي کمپاین پیل شو


د افغانستان د حج اواوقافو وزارت وايي اوسمهال یې د کابل ښار هدیرو، زیارتونو اوهمداز ټولو مقدسو ځایونو ته؛ د کوډ ګرو او تعویذ لیکونکو مخه نیولې او دا لړۍ بهپه ټولو هېواد په جدي توګه جاري وساتي.

د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني دا څرګندونې د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړې.

ده وویل، کوډې، فال لیدنه او د ناپوه کسانو له خوا تعویذ لیکنه په اسلام کې ناروا دي او وروسته له دې به هیچاته اجازه ورنکړي چې په دې پلمه د خلکو له احساساتو او عقایدو ناجایزه ګټه واخلي:

"له مختلفو ریاستونو څخه مو یو صلاحیت لرونکی پلاوی توظیف او لاړو.

ومولیدل چې د شاه دوشمشېره په زیارت کې اوس هم دوه بې مسوولیته کسان ناست وو؛ ومونیول. بله ورځ دغه پلاوی د ابوالفضل زیارت ته هم لاړ.

دا یو ښه فرضت دی او په ټول افغانستان کې به یې جاري وساتو."

ولسي جرګه د حج او اوقافو وزیر په داسې حال کې استجوابوي چې لس ورځې مخکې د کابل ښار د شاه دوشمشېره په زیارت کې یوه تعویذ لیکونکي؛ د فرخندې په نامه پر یوې نجلۍ د قران کریم د سوځلو تور ولګاوه او لسګونو کسانو لومړی فرخنده په وهلو ټکولو ووژله او بیا یې ورته اور واچاوه.

په دې ورځ د ولسي جرګې په لسګونو غړیو د حج اواقافو وزیر وپوښت چې ایا په داسې حساسو دیني موضوعګانو کې يې د خپلسرو او غیر دیني فتواګانو مخنیوي ته تدابیر نیولي؟

د حج او اوقافو وزیر وویل، په نږدې راتلونکې کې به د هېواد د مشهورو دینو عالمانو، د هېواد د عالمانو د سراسري شورا او همدارنګه د عدلي او قضایي ارګانونو په همکارۍ؛ د دارالافتاء یو پیاوړی مرکز جوړ کړي؛ ترڅو له دین څخه د ناخبرو او احساساتي کسانو د فتوا له امله؛ د فرخندې په څیر نور خلک له مصیبتونو سره مخ نه شي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد ظاهر قدیر چې په دې ورځ یې د جرګې مشري په غاړه وه؛ وویل، اسلام د خشونت دین نه دی او د دې لپاره چې دا دین په رښتینې توګه خلکو ته معرفي شي، د حج او اوقافو وزارت ته په کار ده چې دغو موضوعګانو ته پاملرنه وکړي:

"په جوماتو او مقدسو ځایونو کې دې د ملاامامانو، خطیبانو او متولیانو د ګمارلو لپاره د اسلام د اصولو په رڼا کې مقرره جوړه شي.

د حج او اوقافو وزارت دې د ټولو تعویذ لیکونکو مخه ونیسي چې خلک بې لاره کوي."

د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په ټولو هېواد کې څه کم یولکو شپیته زره لوی او واړه جماعتونه شته چې کابو پنځوس زره یې راجسټر شوي او په درې زره او اوه سوو کې یې د حج او اوقافو د وزارت له خوا ملاامامان مقررشوي دي.

د حج او اوقافو وزیر وايي، د ملاامامانو د ظرفیتونو لوړولو ته یې هم پروګرامونه ترتیب کړي دي.

ده داهم وویل، غواړي چې د دیني ارشاداتو لپاره یوه ځانګړې رسنۍ هم فعاله کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG