د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

د سولې شورا: له شکنجه شويو طالبانو بخښنه، د سولې خبرې ممکنوي


ښاغلى وقاد
ښاغلى وقاد

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي افغان ولسمشر په خپل وروستي دریځ کې ثابته کړه چې له طالبانو سره سوله د ټولو کارونو په سر کې ځای لري.

د دې شورا د رهبري پلاوي یوه غړي محمدامین وقاد آزادي راډیو ته وویل له شکنجه شویو طالبانو څخه د بخښنې د غوښتلو مسله چې افغان ولسمشر یاده کړې د سولې لپاره یو مثبت پيغام له ځان سره لري.

ښاغلي وقاد وویل طالبان به هم دا مسله احساسوي چې له خبرو پرته بله هیڅ د حل لار نه شته نو په کار ده چې د سولې لپاره له ورته هڅو استفاده وکړي:

«دا په خپل ځای کې یو پیغام دی چې که زمونږ حالت هر څه وي، له طالبانو سره د مسئلې حل دا په لومړي سر کې ځای لري. په دې کې رییس جمهور حاضر دی هغه وخت چې جنګونه دوه طرفه نه وو د هغه وخت لپاره بخښنه وغواړي. زه وایمه چې دا یو پیغام دی طالبان به هم په دې کې فکر وکړي چې له جوړې او سولې نه پرته بله هیڅ لار نشته. دو طرفه معذرتونه هم وغوښتل شي او د سولې د خبرو لپاره آمادګي ونیول شي.»

د سولې شورا دغه لوړپوړي غړي همداراز ټینګار وکړ چې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د ښو اړیکو د پيدا کولو لپاره په کار ده چې په افغانستان کې سوله راشي او ټولې ښکیلې خواوې دې هدف ته د رسیدو لپاره هڅې وکړي.

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني په واشنګتن کې د سولې په څیړنیز انسټیټوټ کې وویل چې ځينې طالبان شکنجه شوي او ناسم چلند ورسره شوی دی.

ښاغلي غني وویل د دې شکنجې له امله ځینې طالبان نارضایتي لري او ضروري ده چې بخښنه ترې وغوښتل شي.

اخوا د چارو شنونکي انتقاد کوي چې په افغانستان کې د جګړو پر مهال ښکیلو خواوو بشري حقونه نه دي رعایت کړي او ځینې کسان یې شکنجه کړي دي.

د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د انسټیټوټ رییس عبدالغفور لیوال آزادي راډیو ته وویل د سولې د هڅو د بریالي کیدو لپاره له طالبانو د بخښنې غوښتل مهم دي.

دی وايي دا بخښنه باید تر دې حده وي چې ان غرامت ورکړل شي او په سیاسي پروسه کې د هغوی د نقش تر زیاتوالي پورې ورسیږي:

« د تېرو پيښو لپاره هغه ډول بخښنه وغوښتل شي چې د افغانستان له فرهنګ او د افغانستان له شرایطو سره سمه وي. یعنې دا بخښنه هم یواځې په الفاظو کې شاید د افغانانو لپاره هومره مهمه نه وي لکه چې د بهرنیانو په فرهنګ کې ده. دا بخښنه باید حتی د غرامت تر ورکولو او په سیاسي پروسه کې د نقش د زیاتوالي تر حده جدي وي.»

له طالبانو نه د بخښنې د غوښتلو له مسلې سره یو شمیر کسان مخالفت هم کوي.

کارپوهان وايي افغان مشران باید له شکنجه شویو طالبانو څخه د بخښنې د غوښتلو تر څنګ د سیمې له هیوادونو په تېره پاکستان سره خبرې هم مهمې بولي.

دوی وايي تر هغو چې د سیمې هیوادونه په تېره پاکستان د افغانستان له سولې سره رښتیني همکاري ونه کړي په دغه هیواد کې د سولې راتلل ناممکن دي.

صفي الله ستانکزی/ کابل

XS
SM
MD
LG