د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

د فرخندې د قتل د دوسیې نتیجه به یوې میاشتې کې معلومه شي


د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي چې نن غرمه ورته د هغوکسانو دوسیه وررسیدلې چې د فرخندې په وژلو تورن دي.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، چې د فرخندې په وژلو کې د لاس لرلو په تور ورته شپږ څلویښت کسان معرفي شوي چې نولس یې پولیس او نور یې عام وګړي دي.

د تورنو کسانو دا دوسیه هغه کمیسیون لویې څارنوالۍ ته سپارلې چې د ولسمشر اشرف غني له خوا د فرخندې د وژلو د قضیې څیړلو ته ځانګړی شوی و.

د لویې څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر عزیزي ازادي راډيو ته وویل؛ دغه دوسیه به د یوې میاشتې په موده کې وڅیړل شي او نتیجه به یې معلومه شي:

"د میرمن فرخندې دوسیه نن په ۱۱:۴۵ د افغانستان لویې څارنوالۍ ته ورسېده په دغه دوسیه کې ۴۶ متهمین دي چې ۱۹ یې د کورنیو چارو وزارت کارمندان دي او ترڅنګ یې ۲۷ کسان ملکي افراد چې دوی د لوی څارنوال له خوا تحت توقیف نیول شوي دي او د افغانستان د لوی څارنوالۍ له خوا هیت تعیین شوی چې دوی نه تحقیقات پیل کړي. "

فرخنده شااوخوا لس ورځې وړاندې د کابل د شاه دوشمشېره زیات مخې ته د قهر جنو کسانو له خوا په دې تور ووژل شوه چې ګوندې قرانکریم ته یې اور ورکړی دی.

د فرخندې له وژل کېدو وروسته کورنیو چارو وزارت او د دې د وژلو قضیې ته ځانګړي کمیسیون وویل چې دا بې ګناه وه او د زیات د یوه متولي د دسیسې ښکار شوه.

د فرخندې وژل کېدو له هېواده بهر هم د بشري حقونو د یوشمیر ملاتړو سازمانونو غبرګونونه له ځان سره درلودل او له افغان حکومته وغوښتل شول چې له عاملینو سره یې جدي چلند وکړي.

دا لا ښکاره نه ده چې حکومت به د دې بې سارې پيښې عاملین د کومو قوانینو او کړنلارې له مخې محاکمه او سزا ورکړي؛ خو د ښځو یوشمېر فعالانې وایي چې اصلي محرک باید اشد مجازات شي.

XS
SM
MD
LG