د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

په افغانستان کې د ځنګلونو وهل یوه ناحل شوې ستونزه


د ختیځ د عامې روغتیا ټولنه په افغانستان کې د ځنګلونو په کمښت اندیښنه ښيي او له حکومته غواړي چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره اقدامات جدي کړي.

په خپل سري توګه په غیر قانوني ډول د ځنګلونو وهل؛ په افغانستان کې د اوږدې مودې راهیسې یوه ناحل شوي ستونزه یادیږي او ویل کېږي چې په یوازې تیرو درېیو لسیزو کې د دې هیواد تر نیمایي ډير ځنګلونه تخریب شوي دي.

د ختیځ د عامې روغتیا ټولنې په کابل کې د شنبې په ورځ په یوه خبرې غونډه کې په خپل سر د ځنګلونو داسې وهل د اندیښنې وړ وبلل او وایي، تېرو درېیو لسیزو جګړو د لس هاوو زرو انسانانو له وژل کېدو برسیره چاپیریال او ځنګلونو ته هم پراخ زیانونه رسولي دي.

د دې ټولنې مشر سید حبیب اراوال وایي؛ په افغانستان کې اته اعشاریه پنځو میلیونه جریبه ځمکه ځنګلونو نیولې وه؛ خو اوس نږدې دری نیم میلیونه د هغې ویجاړه شوې او ځنګلونه یې په بې رحمانه توګه وهل شوي دي:

"زموږ ځنګلونه په نړی کې مشهور دي او په سیمه کې ښه شهرت لري؛ خو همدا اوس د ځنګلونو د مافیا له لاسه زموږ ځنګلونه وهل کیږي؛ جنراتورونه او غټې مشینری ورپسې راوړل کیږي؛ زموږ ملي پانګه پرې لوټل کیږي او بیا په پاکستان کې خرڅیږي. "

د دې ټولنې چارواکو د مارچ د ۲۱ یا د ځنګلونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د چاپیریال د ښایست په خاطر د ونو له وهلو ډډه وکړي.

ویل کیږي چې کونړ، ننګرهار، خوست، پکیتا، بادغیس تخار او سمنګان د هېواد د ځنګلونو ډيره برخه نیولې چې دا ځنګلونه ډير کله د سیمه ییزو زورواکو او خلکو له خوا په خپل سر له وهلو وروسته ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کیږي.

د ختیځ د عامې روغتیا د ټولنې غړي په دې نظر دي چې حکومت په تیرو دیارلسو کلونو کې هغسې چې په کار وه؛ د ځنګلونو ساتلو ته پاملرنه نه ده کړې او له نوي حکومته غواړي چې په دې اړه جدیت وښيي.

په همدې حال کې د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وایي؛ که څه هم په دې اړه تر اوسه کوچنی پروژې عملي شوي؛ خو دې هڅو د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوی نه دی کړی.

د چاپیریال ساتنې د ادارې مرستیال عبدالولي مدقق ازادي راډيو ته وویل؛ د ځنګلونو د ساتلو په اړه د کورنیو چارو وزارت ورته ژمنه ورکړي؛ خو دا کار د خلکو پراخ ملاتړ ته ضرورت لري.

"موږ د نورو ادارو مرستو ته ضرورت لرو د کورنیو او دفاع وزارتونو څخه غواړو چې که د داسې مواردو سره مخ کیږي؛ د هغوی پر وړاندې د جدي اقدامات وکړي؛ له دې پرته که د ځنګلونو وهل همداسې دوام وکړي؛ په نږدې راتلونکي کې به افغانستان د طبیعي ځنګلونو څخه خلاص وي. "

له دې سره د چاپیریال ساتنې ادارې په دې باور دي چې د ځنګلونو د وهلو بدې اغیزې په ټولنه کې مخ په ډېرېدو دي چې له امله یې سیلابونه؛ برف کوچونه ډير زیانونه اړوي او هوا ککړیږي.

دوی وایې که حکومت د ځنګلونو ساتنې ته پاملرنه وکړي؛ نو دا کار کولای شي چې له یوې خوا د طبیعي پیښو او هوا د ککړتیا مخه ونیسي او له بلې خوا د هیواد اقتصاد پیاوړی وساتي.

XS
SM
MD
LG