د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

روغتیا وزارت وايي د درملو واردولو په لسګونو کمپنۍ تړي


د افغانستان د روغتیا وزير ډاکټر فیروزالدین فیروز په ننګرهار کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې د بې کیفيته درملو د مخنيوي په موخه به جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړي وويل،چې دوی د هغو ټولو کمپنیو په اړه پلټنې کړي،چې هيواد ته درمل انتقالوي.

دی وايي په پام کې لري، چې شاوخوا اويا کمپنۍ په نږدې راتلونکي کې بندي کړي تر څو د بې کیفیته درملو د راواردولو مخه ونیول شي:

"په نږدې وخت کې به څه باندې پنځوس یا تر اويا پورې کمپنۍ، چې به په تور ليست کې ونيسو، ځکه معتبرې کمپنۍ نه دي او اکثرا بې کیفیته درمل د دې کمپنيو له لارې هيواد ته راځي، موږ کمپنۍ محدودو او با اعتباره کمپنۍ راجستروو "

دارنګه فيروز الدین فيروز وویل،چې تر دې دمه په هیواد کې داسې مرکزونه نه وو، چې په ښارونو کې بې کیفيته درمل او غذا کنټرول کړي.
دی وايي اوس په دې برخه کې په کابل کې د درملو او غذا د کنټرول مرکز پرانستی او دا لړۍ به زونونو ته هم وغځوي.

د روغتيا وزارت د چارواکو په خبره له ګاونډیو هيوادونو سره خلاص سرحدونه ددې لامل شوي دي،چې هيواد ته په پراخه کچه بې کیفيته درمل وارد شي.

XS
SM
MD
LG