د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

خوست کې د سرپرست والي پرضد مظاهره وشوه


د شنبې په ورځ زرګونو خوستوالو د یو سوله ییز لاریون په ترڅ کې د یاد ولایت سرپرست والي عبدالجبار نعیمي او د ځايي ادارې ځينې چارواکي په فساد او غلاوو تورن کړل.

لاریونوال، چې د خوست په ملي لوبغالي کې راغونډ شوي ول د ځايي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه کوله او همدارنګه يې د اداري فساد پر ضد شعارونه ورکول.

دا لاریون، چې د ولایتي شورا د ډېریو وکیلانو، مدني ټولنو، قومي او جهادي شوراګانو او په ولسي جرګه کې د یاد ولایت د ځنو وکیلانو له خوا رابلل شوی وو، ویناوالو لاریونونه او د فساد د ټولو ډولونو پر ضد مبارزه د خلکو رواء او قانوني حق وباله.

د ولسي جرګې استازي کمال ناصر اصولي وویل د دوی دا پراخه مدني حرکت به تر هغه دوام پیدا کړي، چې د ده په وینا له دې ولایت څخه په فساد ککړ چارواکي له دندو ګوښه او د حساب له پاره عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي.

د ولسي جرګې یو بل تن وکیل همایون همایون وویل، چې فساد د والي سربیره په یو شمېر ملکي او پوځي ادارو کې شتون لري:

((فساد په خوست کې یوازې په والي کې نه دی، فساد په قوماندانۍ د امنیې کې شته، فساد په امنیت ملي کې نشته، فساد په اردو کې شته له دې نه سترګې نه شو پټولای.))

د ځدراڼو قومي شورا یو تن مشر موسی جان ځدراڼ وویل، چې خوست ويښ او پیاوړی ولس دی او په دې لاره کې به تر بشپړ بریالیتوبه خپلو لاریونو او مدني حرکتونو ته دوام ورکړي:

((د قانون ماتوونکي غله او فسادګر تر هغه چې د خوست پیاوړی ولس ژوندی وي، او په وجودونو کې یو څاڅکی وینه هم وي، تر هغه به مبارزه کوو او نه يې پریږدو.))

د خوست پخواني والي ډاکټر ابراهیم مشفق او د مجاهدینو د تحریک مرستیال قوماندان دلاور شاه هم په خپلو خبرو کې ځايي چارواکي د حکومتي ځمکو پر غصب تورن کړل.

بلخوا د خوست د سرپرست والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ د لاریونوالو اعتراضونه بې ځایه وبلل او زیاته يې کړه، چې دا مدني حرکتونه د هغو کسانو او کړیو له خوا په لاره اچول شوي، چې د خوست په اداره کې شخصي نه شي ترلاسه کولای:

((ولایتي اداره نننۍ لاریون د ځنو هغو اشخاصو او کړیو کار بولي، چې په دې ولایت کې د قانون د تطبیق، د ولتي حاکمیت د پراختیا او قوې ارادې په وجود کې دوی خپلې شخصي ګټې د لاسه ورکړي دي.))

دا چې لاریونوالو په خوست کې له حکومتي ادارو خیمې راتاوې کړي، نو د شنبې په ورځ نږدې ټولې حکومتي ادارې بندې وې، معترضینو دا هم ویل، چې تر هغه به د حکومتي ادارو او د سرپرست والي د کور د دروازو څخه خپلې خیمې راټولې نه کړي، چې د خوست سرپرست والي نعیمي او نور حکومتي کسان چې دوی يې په فساد تورنوي، له دندو ګوښه شوي نه وي.

نجیب الله الوخېل
XS
SM
MD
LG