د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

افغان حکومت به تر ۲۰۱۸پورې د کلیو او باڼدو مواصلاتي لارې هم ورغوي


افغان چارواکي وایي، تر۲۰۱۸ میلادي کاله پورې به هیڅ داسې کلی پاته نه شي چې مواصلاتي لارې یې جوړې نه شي.

د مالیې وزات ټينګارکوي چې افغات حکومت په پام کې لري چې د کلیوالو خلکو د مواصلاتي ستونزو په هدف ۲۵۰۰ کیلومتره سړک جوړ کړي، څو کلي له ولسوالیو او ولایتونو سره ونښلوي.

افغان حکومت هڅه کوي چې د سلګونه لیرو پرتو کلیو او باڼدو مواصلاتي لارې ورغوي څو د کلیوالو خلکو ژوند تر یوه حده ښه او اسانتیاوې ورته رامنځ ته شي.

د افغانستان د مالیې وزارت په دې برخه کې یو سروې کړې او غواړي چې د دغې سروې نتیجه د فواید عامې او د کلیو او پراختیا وزارت سره شریکه کړي.

د مالیې وزارت وايي چې د دغه کارهدف د ۲۵۵۰کیلومتره سړک او ۲۶۰۰ متره پلونو د رغولو لپاره د بودیجې تعینول دي چې کلي د ولسوالیو او ولایتونو له مرکزونو سره نښلوي

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال شفیق احمد قاري زاده د یکشنبې په ورځ د دغې سروې د خپرولو پر وخت وویل چې دا لارې او مواصلاتي پلونه د افغان حکومت له خوا د ۳۳۲ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړیږي:

’’کله چې دغه سړکونه جوړیږي نو د سړکونو موثریت به د خلکو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې څه وي؟

دا له موږ سره مرسته کوي څو وکولای شو خپلې برنامې په ښه ډول تنظیم کړو، موږ سره د سړکونو په رغولو کې نړېوال بانک، USAID ، د انګلستان DFIDاو اسیايي پراختیايي بانک مرسته کوي او د تمویلولو برخه کې کومه ستونزه نشته.’’

د افغانستان د مالیې، د کلیو او پراختیا او فواید عامې وزارت د تیریوکال را پدیخوا په کلیو کې د ستونزو د هواري او د لارو جوړولو د لګښت په اړه یو ګډه سروې کړې او غواړي چې د دغې سروې نتایج له نړېوالو مرسته کونکو سره شریکې کړي.

بریتانیا، نړېوال بانک، اسیایي پراختیايي بانک او په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو انکشافي اداره د دغې پروژې ستر تمویلونکي دي.

خو د کلیو او پراختیا وزارت وايي چې په کلیوکې د سړکونو او لارو په جوړلو سره نه یوازې دا چې د خلکو ستونزې حل کیږي بلکې اقتصادي اړخ هم لري.

د کلیو او پراختیا وزارت د لارې جوړونې د پروګرامونو مرستیال طارق عصمتي وايي چې په کلیوالو سیموکې د سړکونو په رغولو سره د خلکو په ژوند کې اسانتیاوې هم رامنځ ته کیږي :

″د دغې سروې د معلومات څخه په استفادې زموږ هیله دا ده، چې موږ وکولی شو په سیستماتیک ډول د پروژې له عملي کیدو څخه مخکینی وضعیت او د پروژې د عملي کیدو څخه وروسته وضعیت مقایسه کو، څو یو اقتصادي اغیزناکه نتیجه لاسته راوړو، ځکه چې په افغانستان کې وده باید په دې مانا نه وي چې د خلکو اړتیا حل شي، بلکې انکشاف باید په دې ډول وي چې انکشاف د هېواد له اقتصادي ودې سره څومره مرسته کوی.’’

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت لومړنې سروې ښیي چې په ۴۰ زرو کلیوکې ۹۰ زره کیلومتره سړک باید ورغول شي.

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي چې د هېواد ټول کلي او ولسوالۍ د سړکونو رغولو ته اړتیا لري او پدې برخه کې د نړیوالی ټولنې نه غواړي څو د سړکونو په رغولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG