د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او د سیاسي چارو کارپوهان د یمن پر حوثیانو د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف د حملو په اړه بیلابیل نظرونه لري.
یو شمیر دغه اقدام ښه ګام ګڼي او وايي که دغه ایتلاف وکړای شي چې ټول یاغیان تر کنټرول لاندې راولي؛ نو دا د افغانستان او سیمې په ګټه ده .
د سعودي عربستان په مشرۍ د یوه ایتلاف تر جوړېدو وروسته د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي په دې باور دي چې د دغه ایتلاف مبارزه باید په یو ځای متمرکزه نه وي او د ټولو یاغیانو پر ضد دې تر سره شي .
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون وايي؛ که دغه ایتلاف د اسلامي دولت ډله او نور یاغیان تر کنټرول لاندې راولي؛ کیدای شي د افغانستان په ګټه وي .
د دغه کمیسیون غړي عبدالقادر ځاځي د یکشنبې په ورځ آزادی راډيو ته وویل چې د دغه اتیلاف مبارزه باید یوازې عربي هېوادونو ته ځانګړې نه شي:
"په دغه شرط چې داسې نه وي چې یوازې خطر د دوی هېواد ته متوجه وي؛ یو ځای شي او ایتلاف جوړ کړي، که هغوی یاغیان تر کنټرول لاندې راولي؛ په تېره چې د داعش موضوع وي؛ نو پر افغانستان به ښه اغیزه وکړي."
دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د سعودي عربستان په مشری یو ایتلاف جوړ شو چې هدف یې په یمن کې د حوثیانو پر سنګرونو بمباري ده.
د راپورونو له مخې دا څلورمه ورځ ده چې د دغه ایتلاف جنګي الوتکې پر حوثیانو بمباري کوي.
امریکا هم د دې ایتلاف ملاتړ کړی او ټاکل شوې د ترکیې په ګډون یوشمېر نور هیوادونه هم له دې ایتلاف سره یوځای شي.
په عین حال کې د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د دغه ایتلاف جوړېدل پر ټولې اسلامي نړۍ په تیره بیا پر افغانستان منفي اغیز هم کولای شي .
اکبر اوریا په دې اړه آزادي راډیو ته وویل چې باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه ایتلاف په اړه ژوره مطالعه او څیړنه وکړي.
د سیاسي چارو یو شمیر نور کارپوهان بیا په دې باور دي چې د دغه ایتلاف جوړېدل یوه خطرناکه نړیواله لوبه ده چې منځني ختیځ په یوې کړکیچنې سیمې بدله کړي؛ تر څو لویدیځ وکړای شي، له هغې سیمې اقتصادي ګټه پورته کړي .
دوی وايي، د دا ډول ایتلافونو جوړیدل او د هغوی فعالیت کولای شي؛ د سیمې په یو شمیر هیوادونو کې نیابتي جګړې ته لمن ووهي.