د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

عرب مشرانو د یو ګډ عربي ځواک پر جوړولو موافقه کړې


عرب مشرانو پرون د یو ګډ عربي ځواک پر جوړولو موافقه وکړه.

په یمن کې د حکومت نسکورېدل او په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د فعالیتونو پراخېدو یوشمېر عربي هېوادونه اندېښمن کړي وو. د عربي نړۍ مشران وايي چې د ګډ پوځ جوړېدل د عربي نړۍ د روانو کړکېچونو د حل غوره لاره ده.

د ګډ عربي ځواک د جوړېدو پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې په یمن کې د حوثي شیعه وسله والو پرضد د سعودي عربستان په مشرۍ د څو هېوادونو د ایتلاف له خوا هوايي حملې روانې دي او د افراطي اسلامپالو ګواښونه د پراخېدو په حال کې دي.

د عرب مشرانو له پرونۍ موافقې سره سم ټاکل شوې چې د عربي هېوادونو استازي راتلونکې میاشت د دې ګډ پوځ د جوړولو په اړه خبرې وکړي او د خپلو څېړنو نتایج په څلورو میاشتو کې خپلو دفاع وزیرانو ته وسپاري.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پرون په شرم الشیخ کې د عربي هېوادونو د سرمشریزې پرېکړه اعلان کړه:

"عرب مشرانو په اصل کې پرېکړه وکړه چې یو متحد عربي پوځي ځواک جوړ کړي. د غړو هېوادو د پوځي ځواکونو تر څارنې لاندې به د لوړې کچې یوه کمیټه جوړه شي؛ څو د ګډ عربي پوځ د رامینځ ته کولو ټول اړوند مسایل وڅېړي."

د عرب لیګ مشر نبیل العربي Nabil al-Arabi سرمشریزې ته په وینا کې اسلامي دولت ډلې یا داعش ته په یوه څرګنده اشاره کې وویل؛ سیمه د ورانکارو افراطي ډلو تر ګواښ لاندې ده او زیاته یې کړه چې دې ډلو د سیمې قومي او مذهبي تنوع ته زیان اړولی دی.

العربي د سرمشریزې له پیل مخکې وویل؛ د ګډ پوځي ځواک د جوړولو اصلي هدف د هغو اسلامپالو افراطي ډلو پرضد مبارزه ده چې د عراق او سوریې پر یوه لویه برخه یې ولکه ټینګه کړې ده او اوس اوس یې لیبیا ته هم لاره میندلې.

د عرب لیګ مشر زیاته کړه چې د ګډ پوځ جوړول د عربي نړۍ د ګڼو ستونزو د حل یوازینۍ لاره ده:

"موږ پوهېږو چې د عربانو ستونزې خورا زیاتې دي او په دې کې هېڅ شک نشته. له دې ستونزو سره د مقابلې لپاره باید لازم اقدامات وکړو او موږ دا اقدامات په خاص ډول په داسې حال کې کوو چې ومو لیدل چې یمن له ګډوډۍ سره مخامخ شو.

د حوثیانو د کودتا د شنډولو او د یوه مشروع حکومت د احیا لپاره د ټولو سوله ییزو حل لارو له ناکامۍ وروسته یوه فعال نړیوال او عربي حرکت ته اړتیا لیدل کېده. دا هڅې به ترهغه وخته دوام وکړي چې حوثي وسله وال ووځي، خپلې وسلې وسپاري او موږ ووینو چې یمن بېا په یوه متحد او ځواکمن هېواد بدل شوی."

د یمن ولسمشر عبدالربو منصورهادي چې په هېواد کې یې د شیعه حوثي وسله والو له خوا بلوا روانه ده، د سرمشریزې په پیل کې په یمن کې د پوځي عملیاتو غوښتنه وکړه، ویې ویل دا ډله باید ترهغه وخته وځپل شي چې تسلیم شوې نه وي.

خو د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون په یمن کې د روان کړکېچ د سیاسي حل سپارښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG