د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

"نی" پر دوو بهرنیو ژورنالیستانو د حملې په جرم د یوه پولیس د محاکمې هرکلی وکړ


د خبریالانو د دفاع یوشمېر ټولنو د یوې بهرنۍ عکاسې د وژلو او د یوې بلې خبریالې د ټپي کولو په تور د یو پولیس د محاکمه کیدو هرکلی وکړ.

په تیرو دیارلسو کلنو کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه یو افغان پولیس د یوې خبریالې په وژلو او د بلې په ټپي کولو په جرم په شلو کاله بند محکوموي .

له خبریالانو نه د ملاتړ یو شمېر بنسټونو د عدلي او قضایي ارګانونو دغه کار وستایه او دایي یې د خبریالانو د دفاعلپاره یو ښه قدم یاد کړ.

د "نی" یا له ازادو رسنیو نه د ملاتړ د ادارې اجرایي رییس مجیب خلوتګر د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو وویل چې د افغان حکومت دغه کار د ستاینې وړ دی .

"دا د خبریالانو د ټولنې لپاره یو زیری دی چې د لومړي ځل لپاره، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیه څیړل کیږي؛ دا ډېره ښه مساله ده او حتا د عدلي او قضایي ارګانونو څخه د مننه ځای دی."

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان سترې محکمې د شنبې په ورځ د پولیسو یو افسر د یو خبریالې په وژلو او د بلې عکاسې په ټیپي کېدو په شل کاله بند محکوم کړ.

د نقیب الله په نوم د پولیسو دغه افسر د ۲۰۱۴ کال د اپریل په څلورمه د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو پرمهال په خوست ولایت کې د اسوشیېټډ پرس پر دوه خبریالانو د انتخاباتو د پوښښ پر مهال ډزې وکړې.

په دې حمله کې د اسوشیېټډ پرس عکاسه "نیدرنغاس" ووژل شوه او د دې آژانس خبریاله ګانن ټپي شوه.

دغه ټپي شوې خبریاله اوس په کاناډا کې د درملنې لاندې ده .

له بلې خوا سفما یا په افغانستان کې د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو د بنسټ منشي احسان الله ارین زی د عدلي او قضایي ارګانونو دغه کار د خبریالانو د مصونیت او د ښې کاري فضا لپاره ښه فال ګڼ:

"زه يې ډیر ښه اقدام بولم او ګومان کوم چې دا به لومړی ځل وي چې په افغانستان کې د ژونالیزم د ډګر د یوې فعالې ښځې د وژنې په تور یو چاته سزا ورکول کیږي زه یې ستایمه او له خدایه د افغانستان په قوانینو او محاکمو کې دغه وس پیدا شي؛ هر هغه کس چې مجریم وي او غلت ګام اخلي جزا ورکړي. "

دا په داسې حال کې ده چې څو کاله مخکې یو شمېر افغان خبریالان د نا معلومو وسله والو له خوا مړه او ټپیان شوي او په ځینو حالاتو کې سخت وهل شوي هم دي .

افغان خبریالانو او له خبریالانو څخه د دفاع ملي او نړیوالو ټولنو له افغان دولت نه په وار وار غوښتنه کړې؛ تر څو د افغان خبریالانو د وژلو په تور - تورن کسان محاکمه کړي .

افغان خبریالانو او د خبریالانو څخه د دفاع ټولنه هیله مندي ښیي چې د افغان پولیس افسر په محاکمه کولو سره به افغان خبریالان د مصونیت احساس وکړي .

راپور: محمد ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG