د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

د پنځمې ورځې لپاره پر حوثي ياغيانو بريدونو دوام وکړ


ایتلافي الوتکو د دوشنبې په ورځ په یمن کې حوثي یاغیانو او پلوي ځواکونو باندې یې دپنځمې پرله پسې ورځې لپاره خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.

د ایتلاف هوايي ځواکونو نن پلازمینه صنعا او دیمن نوروسیمو کې یوشمیر اهداف بمبارد کړل.

په صنعا کې د جمهوري ریاست ماڼۍ شاوخوا سیمه کې د جمهوري ګارډ یاغي عسکر او حوثي یاغیانو مورچې بمبارد شوې.

عیني شاهدانو وویل د پلازمېنې په جنوب کې د جمهوري ګارډ یوه اډه هم بمبارد شوې ده.

چارواکو وویل د صنعا ختیځ لوري ته ۱۴۰ کیلومیتره لرې د مارب شاوخوا سیمه کې د رادار تاسیسات او د توغندویو دستګاوې هم ویشتل شوې دي.

د سیمی اوسیدونکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د یمن په لویدیځ کې د حدیدې ساحلي ښار کې هم دافع هوا تاسیسات او د ساحل په غاړه د دولتي ځواکونو مورچې بمبارد شوي دي.

دیمن بهرنیو چارو وزیر ریاض یاسین پرون په مصر کې د عربي هیوادونو د مشرانو غونډې ته وویل د ریاض په مشرۍ ایتلاف هوايي بریدونو د حوثی یاغیانو دپرمختګ مخه ونیوله:

”د ایتلاف دالوتکو بریدونو لږترلږه یو هوايي چتر برابر کړ او د حوثیانو د الوتکو یا هغو الوتکو چې حوثیانو ترې کار اخیسته او په دې وروستیو کې یې څو ځلې په عدن کې د جمهوري ریاست ماڼۍ او د خلکو دهستوګنې سیمې بمبارد کړې مخه ونیوله“

د یمن په اردو کې د پخواني جمهور رییس علي عبدالله صالح پلوي ځواکونه د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي.

حوثي یاغیانو د ریاض په مشرۍ د لسو هیوادونو د ایتلاف هوايي عملیات په یمن باندې د سعودي عربستان تیری ګڼلی دى.

وروسته تر دې چې حوثي یاغیانو او پلوي ځواکونو یې تېره اوونۍ د یمن ګڼې سیمې ونیولې جمهور رئیس عبدربه منصور هادِی چې په جنوبې عدن ښار کې یې پناه اخیستې وه ریاض ته لاړ او تراوسه هم هلته دی.

په وروستیو څو ورځو کې لسګونه کسان په یمن کې وژل شوي دي.

په عین حال کې د چین دفاع وزارت وویل د چین یوې پوځې بیړۍ چې پرون د یمن سواحلو ته استول شوې وه، ګڼ چینایان له دغه هیواده وايستل.

XS
SM
MD
LG