د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

په شمال کې د ازبکانو یوې ډلې له اسلامي دولت ډلې سره بیعت وکړ


د افغانستان په شمال کې د ازبکانو یوې ډلې چې د ازبکستان اسلامي تحریک ته ځان منسوب ګڼي، د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې [داعش] ته خپله وفاداري اعلان کړه.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې په حواله، د دې ډلې یوه غړي چې ځان یې سعد الله اورګنجي معرفي کړی، پرون [دوشنبه] وویل چې د طالبانو مشر ملا عمر په تیرو څه باندې 13 کلونو کې نه دی لیدل شوی نو د اسلامي شریعت پر اساس رهبر نه شي ګڼل کیدلای.

له دې امله، د اورګنجي په وینا، د ازبکستان اسلامي تحریک تر دې وروسته ملا عمر نه مني. اورګجني ویلي چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي ته بیعت کوي.

دې ډلې د یوه افغان عسکر د سرپریکولو ویډيو هم پر انټرنټ خپره کړې ده.

د سعد الله اورګنجي په نوم دې سړي ادعا کړې چې د افغانستان امنیتي ځواکونو په وروستیو کې په فاریاب کې د ازبکستان د اسلامي تحریک یو شمېر ښځينه غړې نیولې او دوي د غچ اخیستلو لپاره، دیرش افغان عسکر برمته کړي دي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې په حواله، اورګنجي ویلي چې افغان حکومت د دې ښځو د تبادلې وړاندیز رد کړی نو دوي د یوه عسکر سر غوڅ کړ او که یې غوښتنې ونه منل شي، د پاتې کسانو سرونه به هم پرې کړي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا ردوي. د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي پرون [دوشنبې] ازادي راډيو ته وویل:

″د افغانستان د پولیسو هیڅ غړی هم له کومې تروریستي ډلې سره برمته نه دی.″

افغان امنیتي چارواکو تر اوسه په شمال کې د دې ډلې د ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو ولسمشرمحمد اشرف غني په وروستیو کې په افغانستان کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې له فعالیته اندیښنه څرګنده کړه.

ولسمشر غني د امریکا ږغ اشنا راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، تروریستي ډلو له بېلابېلو لارو پر افغانستان تمرکز زیات کړی دی.

XS
SM
MD
LG