د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

سبا چهارشنبې به کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي شي


ټاکل شوې چې سبا [چهارشنبه] د افغانستان د حکومت شپاړس کاندید وزیران د باور رایې اخیستلو لپاره، رسما ولسي جرګې ته ور معرفي شي.

د افغانستان ولسي جرګه وايي چې د دې کسانو د تحصیلي اسنادو او تابعیت د څرنګوالي ترڅيړلو وروسته به د هغوي کاري پلانونه وکتل شي او بیا به رایې ګیري وشي.

د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکود کمیټې مشرعبدالقادرځاځی وطندوست پرون [دوشنبه] ازادۍ راډیوته وویل:

″هغوي به د مهالویش سره سم را غواړو څو خپل پروګرامونه راته توضیح کړي.

بیا به په یوه ورځ د رایېو شپاړس صندوقونه کیږدو او رایې ګیري به وکړو.″

وطندوست وايي، دا ستونزه چې د وزارتونو لپاره کاندیدان باید تخصص ولري، مسلکي او د کار وړخلک وي لاهم نه ده حل شوې او د دوي پر پریکړو به اغیز کوي.وطندوست زیاته کړه:

″هغه کسان چې د تخصص، مسلک او قابلیت له مخې وزارتونو ته نه وي معرفي شوي، فکرنه کوم چې رایې به یوسي. داسې کسان به ښايي بیا هم رد شي.″

دې مسالې چې د کاندیدانوپه تازه لست کې د افغانستان د دفاع وزارت لپاره د چا نوم نه دی شامل شوی، زیاتې پوښتنې او اندیښنې پیدا کړې دي.

ښاغلی وطندوست وايي، ښايي دا چې د رهبرۍ په کړیوکې پردې مساله لاهم اختلاف شته، د دې سبب شوې چې د دفاع وزارت په څيرمهمې چوکۍ ته لاڅوک نه دی کاندید شوی.

ځاځی وطندوست وايي:

″داسې اوازې شته چې معاونین او ولسمشراو یا د هغوي مقابل لوری تر اوسه په دې اړه نه دي سلا شوي.

تراوسه چې دا کاندید نه دی معرفي شوی ښايي یو علت یې دا وي چې دا مساله د دې کسانو ترمنځ د سیاسي، مصلحتي، قومي او د پينځوس فیصده توازن د مراعتولو په څير خبروقرباني شوې ده.″

د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکود کمیټې مشر ازادۍ راډيوته وویل، مخکې لیدل شوي چې یو شمېرکسان د خپل مسلک خلاف وزارتونو ته معرفي شوي او دا څرګندوي چې د کاندیدانو په انتخاب کې له مصلحتونو کار اخیستل کیږي.

XS
SM
MD
LG