د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

د ایران د اټمي پروګرام په اړه مذاکرې د شدت اوج ته رسیدلي


د ایران پراټمي پروګرام د موافقې د طرحې جوړولو لپاره، د ټاکل شوی ضرب الاجل له رانږدې کیدو سره، په سویس کې په دې اړه مذاکرې هم د شدت اوج ته رسیدلې دي.

مخکې داسې ویل شوي وو چې د مارچ د میاشتې تر یودیرشمې باید د یوې سیاسي موافقې طرحه جوړه شي. د دې هدف دا دی چې د روان کال د جون د میاشتې ترپایه، وروستۍ موافقه وشي.

جرمني او د امنیت شورا پينځه دایمي غړي: روسیه، چین، بریتانیا، فرانسه او امریکا داسې موافقه غواړي چې ایران د اټمي وسلو جوړولو توان ونه لري.

خو تهران تل دا رد کړې چې په پټه، د اټمي وسلو د جوړولو هڅې کوي او ادعا کوي چې اټمي پروګرام یې د کورنیو ملکي پروژو لپاره دی.

د نړۍ د شپږو قدرتونو دپلوماتان په سویس کې دي او د ایران د بهرنیو چاروله وزیرسره یې مذاکرې جاري ساتلي او ویل کیږي چې پر یوشمېرحساسو مسالو د اختلاف موجود دی.

یوه غربي ډیپلومات پرون [دوشنبه] وویل چې دا لا نه ده څرګنده چې په دې خبروکې ښکیل لوری به له ټاکلي ضرب الاجل سره سم د یوې موافقې چوکاټ جوړ کړي.

دې ډیپلومات چې نوم یې نه دی څرګند شوی، ویلي چې ترټولو ستراختلاف پردې چې د ایران اټمي پروګرام به تر لس کلن ځنډ وروسته تر کومه حده محدود وي؟

دا چې پرایران د ملګروملتونو اقتصادي بندیزونه باید په څومره چټکۍ لرې شي، د اختلاف بله مساله ده او پر دې هم موافقې ته لا نه دي رسیدلي چې که ایران خپلې ژمنې عملي نه کړي، یو وار بیا له بندیزونو سره مخامخ کیدلاي شي که نه.

دې غربي دپلومات رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

″که چېرې دې پوښتنو ته ځواب ونه لرو، هیڅ ډول موافقه نه شو کولای.

داسې احساسیږي چې که کومه موافقه کیدونکي وي، نو همدا يې وخت دی او اختلافات باید سره حل کړو.

داسې ګړۍ ده چې باید د [هو] یا [نه] ځواب ورکړ شي. ″

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري [سي ان ان] ټلویزیون ته ویلي چې پرهغو حساسو مسایلو به چې د موافقې مخنیوی کوي، د دوشنبې د ورځې تر پایه خبرې جاري وساتي.

د امریکا د بهرنیو چارود وزارت سرپرستې ویاندې ماري هرف پرټولو مذاکره کونکو پرون ږغ وکړ چې د پریکړو وخت را رسیدلی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټرشتاینمایر ویلي چې یو څه پرمختګ شوی خو په وروستیو شیبوکې ځیني ستونزې هم را مخکې شوې دي.فرانک والټرشتاینمایر زیاته کړه:

″د اوس لپاره حالت ښه دی خو بدلیدلای شي ځکه چې اختلافات شته او لانه دي حل شوي.

په راتلونکو څو ساعتونو کې به لانږدې شو. خو زه په دې مذاکرو کې د لا زیات کړکیچ امکان هم نه شم ردولای.″

د روسیې د بهرنیوچارو وزیرسرګې لاوروف د دوشنبې په ورځ له مذاکرو ووت او مسکو ته ستون شو.

د هغه ویاندې پرون وویل چې لاوروف به په هغه صورت کې چې د موافقې ریښتیني امکانات ولیدل شي، بیرته سویس ته ستنیږي.

خو په مذاکرود روسي هیات مشرسرګې ریابکوف ویلي چې خبرې ډیرې جدي شوې دي.

اسراییل چې په دې مذاکرو کې ګډون نه لري، یو واربیا له ایران سره د اټمي موافقې له خطرناکو پایلو خبرداری ورکړی دی.

د اسراییل صدراعظم په یمن کې له شیعه حوثي جنګیالو د ایران د ملاتړ ادعاوو ته په اشاره ویلي:

″داسې یوه موافقه به د دې معنی ولري چې ایران ته د تشدد لپاره جایزه ورکول کیږي. ″

د ایران د اټمي پروګرام په اړه د موافقې د طرحې جوړولو لپاره نن [دمارچ یودیرشمه] وروستی مهلت ټاکل شوی دی.

که چېرې دا پریکړه وشي، نړېوال قدرتونه او ایران به د جون د میاشتې ترپایه پر وروستۍ موافقه کار پيلوي.

XS
SM
MD
LG