د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

مظاهره چیان: په دایکنډي کې دې د خپلسرو وسلوالو مخه ونیول شي


د دایکندي ولایت لسګونو اوسیدونکو د ملي شورا مخې ته مظاهره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې په هغه ولایت کې د غیرمسوله وسله والو مخه ونیسي.

دوی وایې، غیرمسوله وسله والو یې ژوند له ستونزو سره مخ کړی او ډیری کورنۍ د هغوي د فعالیت له امله د سیمي په پریښودو مجبورې شوي دي.

د دایکندي ولایت لسګونه اوسیدونکي دي چې د سې شنبې په باراني ورځ د ملي شورا مخې ته راټول شوي وه ترڅو په خپل ولایت کې د غیرمسوله وسله والو ډلو په اړه د ملي شورا له غړو او حکومت سره اندیښنې شریکې کړي.

دوی وایي، په دایکندي او په تیره بیا د اشترلي په ولسوالۍ کې د ډیروغیرمسوله وسله والو له فعالیتونو په تنګ راغلي او حکومت باید د هغوی د بې وسلې کولو تابیا ونیسي.

د دایکندي ولایت نه راغلي میرمن زهرا ابراهیمي ازادۍ راډیوته وویل، د غیرمسوله وسله والوڅخه خلک دومره په تنګ شوي چې ډیرې کورنۍ کډوالې ته مجبوره شوي دي:

″د دایکندي ولایت د اشترلي په ولسوالۍ کې درې زره کورنۍ ژوند کوي او همدومره کډوالې شوي دي که سوال وکړې چې ولې یې کډه کړي؟

ځکه چې ډاریږي، ګواښل کیږي موږ شاهدان لرو چې د شپې یې سړي ترې وړي شکنجه کړي یي دي او وژلي یي دي.″

د دایکندي ولایت د اشترلي ولسوالۍ اوسیدونکي محمد حسین وایي، ډيردا وسله وال پخواني قوماندانان دي چې اوس یې د اشترلي په ولسوالۍ کې خپل سري فعالیتونه پیل کړي او د موازي حکومت په شان عمل کوي:

″ټول وسله والو دې درې څلورسوه وسله چې د کورنیو جګړو ورپاتې ده هم یې خرڅوي هم د همدې په زور د خلکو کورونه لوټي او هم بندوباري کوي.

هرڅوک چې پیسې لري ترې اخستي یې دي هیچا پوښتنه نه ده کړي چې تاسې څوک یې او څه کوي؟″

دایکندي د افغانستان د ارامو ولایتونو څخه شمېرل کیږي خو د دې ولایت اوسیدونکي په دې باوردي چې د مخ پر زیاتیدو غیرمسوله وسله والو فعالیتونه کولای شي دا ولایت د نارامی په لوري بوځي.

د افغانستان د شمالي ډیرو ولایتونو څخه دا شکایتونه کیږي چې د غیرمسوله وسله والو فعالیتونو د امنیت او قانونیت مخې نیولي دي.

په داسې حال کې چې په دې اړه شکایتونه ورځ تربلې ډيریږي د افغانستان د کورنیو چارو وزات څو ځله ویلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د غیرمسوله وسله والو ډلو په وړاندې عملیات کړي دي.

د دایکندي ولایت د امنیې قوماندانۍ سرپرست جمعه ګلدي یاردم ازادۍ راډيوته وویل، دوی دا مني چې ځیني ستونزې شته خو دوی ډيرکسان قانون ته سپارلي دي:

″موږ په دې اړه ځيني اقدمات کړي هغ څوک چې مو نیولي د قانون منګولو ته مو سپارلي لا اقدامات کوو او ګورو چې ستونزې زموږ په ولسوالیو او پرسونل کې دي کنه خلک ستونزې لري.″

د دایکندي ولایت اوسیدونکي یوه ورځ له هغې وروسته دا شکایتونه کوي چې د کندز والي هم د دوشنبې په ورځ په خپل ولایت کې د غیرمسوله وسله والو شتون او فعالیتونه د اندیښنې وړ وبلل.

د دایکندي ولایت په شمول د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په غیرمسوله وسله والو یواځې د ناامنی او عامه زورونې تورونه نه دي بلکې خلک شکایت کوي چې دا ډلې د خپل زوره په استفادې ځمکې غصبوي او په لوی لاس د هېواد نافذه قوانین ماتوي.

XS
SM
MD
LG