افغان ولسمشر د سعودي عربستان له پاچا سره په داسې وخت د ټیلفون له لارې خبرې کړې چې د سعودي عربستان د پلیو ځواکونو او د یمن د حوثیانو د پیلیو ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوه.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په شپه د عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره د ټیلفون له لارې د سیمې پر وضعیت خبرې وکړې.
د دې خبرو په اړه جمهوري ریاست نور جزییات نه دې خپاره کړي، خو د یو شمیر اسلامي هیوادو مشرانو له عربستان سره د یمن د جګړې له امله اړیکي نیولې دي. په دې ترڅ کې نن د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف، د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز او یو شمیر نور پوځی چارواکي ریاض ته ورسیدل.
د پاکستان دفاع وزیر ریاض ته تر روانیدو مخکې رسنیو ته وویل چې له څو ورځو راهیسې له سعودیانو سره په ارتباط کې دی او که خدای کول دوی به د خپلو سعودي وروڼو تر څنګ د یمن په جګړې کې ودریږي.
ایران بیا عربستان ته خبرداری ورکړ چې دغه جګړه به ټوله سیمه په سر سره واخلي. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حسین امیر عبدالهیان وویل، په سیمه کې د جګړې لمبې که له هر لورې وي ټوله سیمه به اور ته راکاږي او دا جګړه په سیمه کې د ملتونو په ګټه نه ده.
عبدالهیان په کویت کې د سوریې د مرستندویانو کنفرانس ته دا هم وویل، چې پوځي عملیات باید سمدستي ودرول شي څو سیاسي حل لارې ته زمینه برابره شي.
ایران چې ویل کیږي د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي، نن غیرپوځي مرستې د هوا له لارې یمن ته واستولې. د ایران د سرې میاشتې د دفتر مسوول وویل چې په دې مرستو کې ۱۹ ټنه دوا او روغتیایي وسایل دي او دوه ټنه مهم خواړه هم پکې شته.
تهران دا نه دي ویلي چې دا مواد یې د یمن کوم هوایي ډګر ته انتقال کړې دي.
د یمن فضایي قلمرو خوندی نه دی، د ترکیې هوایي شرکت خپلې الوتنې یمن ته وځنډولې او اروپایي ټولنې خپلو هوایي شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې د یمن پرفضا الوتنې ونه کړي.
په ورته وخت کې عربي رسنۍ د یمن د بهرنیو چارو د وزیر ریاض یاسین په وینا خبر ورکوي چې له عربي هیوادو یې غوښتي دي چې پلي پوځیان یمن ته واستوي. ریاض یاسین څرګندوي چې عربي هیوادو د یمن دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.
بل لور ته نن له تیرې یوې اونۍ راهیسې چې پر یمن د عربستان په مشرۍ بمباري روانه ده له پولې سره جګړې شوې دي.
رویټرز اژانس د سعودي یمن تر منځ د قبایلي خلکو او د سیمې د اوسیدونکو په وینا خبر ورکوي چې نن د سعودي او یمن د سرحد په اوږدو کې په څو ځایونو کې د دواړو لوریو پوځیانو پر یوه بل د توپونو او توغندیو ډزې کړې دي. د هوا له لارې بیا په تیرو شپږو ورځو کې تر بلې هرې ورځې نن
د سعودي په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو الوتکو د یمن د مرکز صنعا شاوخوا زیات بریدونه کړې دي چې د رویټرز اژانس په وینا ګڼ خلک یې مجبوره کړې دي چې خپل کورونه پریږدي.
د دې هوایي حملو د زیاتیدو سربیره حوثي یاغیانو تیره شپه پر عدن ډزې وکړې چې د عیني شاهدانو او چارواکو په وینا لږ تر لږه ۳۶ تنه یې ووژل.
عدن د ولسمشر ابو ربه منصور هادي وروستۍ ټینګ مرکز دی چې د هغه ځواکونه پکې واکمن دي.