د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

سرور دانش: د فرخندې قاتلین به ډیر ژر محاکمې ته راکښل شي


افغان حکومت وايي چې د فرخندې وژونکي به ډیرژرپه یوه مناسب وخت کې محاکمه شي.

د افغانستان د جمهور ريیس دوهم مرستیال د چهارشنبې په ورځ وویل، د فرخندې وژنه نه بخښونکې عمل دی.

ده تاکېد وکړ چې په دې برخه کې دې عدالت تامین شي.

په عین وخت کې د کورنیوچارو وزارت وايي، د فرخندې د وژلوپه قضیه کې د ښکېلو ټولوکسانود نیولوهڅې روانې دي.

د افغانستان د جمهور رییس دوهم مرستیال سرور دانش د کابل په ښارکې د فرخندې وژنه، دولت او ملت ته، یو ننګ وباله.

ده د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د کاندید وزیرانو د معرفي کولو پرمهال وویل، د فرخندې وژونکي به په لږه موده کې محاکمې ته راکښل شي.

ده وویل، هرشخص او مقام چې د دې وژنې په مخنیوي کې یې کمزوری عمل او یا سرغړونه کړې، له دندې به لېرې او قانوني چلند په ورسره وشي:

″موږبه په کلک عزم سره د دې نه بخښونکي جنایت عاملان او فعالان، ډیر ژرمحکمې ته راکاږو او عدالت به پرې پلی کړو او هر شخص چې په هردولتي مقام کې وي، له دندې به لېرې او قانوني چلند به ورسره وشي.″

ښاغلي دانش وویل، د ملي یووالي حکومت به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د خلکو له احساساتو ګټه واخلي، قانون تر پښو لاندې او جنایت ترسره کړي.

د تیرلمزیرکال د حوت په اته ویشتمه د کابل ښارشاه دوشمشیره زیارت ته څیرمه لسګونو قهریدلوخلکو، اوه ویشت کلنه فرخنده د قران کریم د سوزولو په تور، لومړی ووژله او بیا یې وسیزله.

خو د کورنیو چارو وزارت څیړنو وښوده چې فرخنده بې ګناه وه او د قران کریم هیڅ نسخه یې نه ده سوزولې.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه د دې پيښې په تړاو، د نوولسو پولیسو په ګډون اته څلویښت کسان نیول شوي او د وسیی یي لوېې څارنوالۍ ته لیږل شوي دي.

دا وزارت وايي، لس نورکسان چې هغوي هم په دې پیښه کې ښکېل دي، د نیولوهڅې ېې روانې دي.

د کورنیوچارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ رادیو ته وویل، که دا کسان له هېواده وتلي هم وي، پولیس به يې وڅاري:

″په مجموع کې د افغانستان د ملي پولیسو هڅې جاري دي، څو تورن کسان ونیول شي.

زموږ اړیکې له نړېوالو پولیسو سره تامین دي او که ضرورت شو، ملي پولیس به یې وڅاري.″

د فرخندې وژنه په هېواد کې دننه او بهرد خلکوله غبرګون سره مخ شوې او ویل کېږي چې پولیسو د دې پیښې په مخنیوي کې کمزوری عمل کړی دی.

خلک له حکومته غواړي چې د فرخندې وژونکي دې ونه بخښي او سخته سزا دې ورکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG