د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

د نارنج ګل په مشاعره کې د بې مانا شعرونو مخه نیول شوې وه


د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست ترچترلاندې د نارنج ګل دوديزه مشاعره د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه چې د ختیځ میشتو شاعرانو سربيره ورته له مرکز او نورو ولایتونو څخه هم په سلګونو شاعران او د ادب مينوال راغلي وو، ځينو په خپلو شعرونو کې د نارنج ګل په اړه ترتیب کړي شعرونه ولوستل.

ځینو نورو شاعرانو بیا د ټولنې ناخوالې د شعرپه ژبه تر خلکو ورسولې او دارنګه خوږ ژبو ترنم ویوونکو بیا د سولې پيغامونه وړاندې کړل.

د ننګرهارد اطلاعات او کلتور رييس اورنګ صمیم وویل چې په دې مشاعره کې شاعرانو ته پوره وخت ورکړل شوی دی او د دوی له خوا پرشاعرانو هیڅ ډول بندیز نه دی لګول شوی.

نوموړي وویل دا چې د مشاعرې لپاره د ولایت مقام انتخاب شوی له دې څخه يې موخه د مشاعرې نظم او د امنيت ټينګښت دی:

"د سرخلاصو غونډو مدیریت بیا سخت وي، نه کنټرولیږي یوه دا مساله چې باید ښه کنټرول شي بل په افغانستان کې امنیت ګواښل شوی دی."

د افغانستان د سیمه ييزو مطالعاتو مرکز مشر لیکوال او شاعرعبدالغفور ليوال سږنۍ مشاعره د تیروکلونو په پرتله ښه و ارزوله او وویل چې د ځينو بې مانا شعرونو او بې نظمی مخه نیول شوې وه:

"هغه څه چې موږ يي د ډيروکلونو په ارمان کې و چې عاطفه پښتوشعرته بیرته راستنه شي او نورد وینو بهولو او تش په نامه حماسوځای عاطفه بیرته نیولی چې دا د شعر ګآڼه ده."

ليکوال، شاعر او نقاد استاد نجیب منلي هم په سږنۍ مشاعرې خوښي ښکاره کړه او ويي ویل چې د نوروکلونو په پرتله د شعر معيارته زیات پام شوی و:

"سږنۍ مشاعره کې ما ډير ښه بیتونه واوریدل، زه داسې فکر کوم چې په ننګرهارکې د شعرګل بيا په غوړیدو دی او د دې انتظار کېدلی شي چې هغه د تيروخت اهميت چې ننګرهار درلوده بيا راژوندی شي."

د مشاعرې په نیمايي برخه کې په ننګرهارکې میشت افغاني سيکهانو بيا د نارنج ګل ميله د خپل ځانګړي دود ډول او سورڼي سره ونمانځله.

د ویلو ده چې له څه باندې پنځوس کلونو راهيسې هرکال په ننګرهارکې د نارنج ګل دوديزه مشاعره او ميله جوړيږي چې د دې مشاعرې څخه په الهام په نورو ولایتونو کې هم ورته مشاعرې د هغو سیمو د موسمي ګلونو په نوم ترسره کېږي چې په کندهارکې د انارګل، په ميدان وردګ کې د مڼې ګل، په لوګرکې د سنځل ګل، په خوست کې چنار، پکتيا کې نښتر، په کندوز کې د ريدي ګل، په مزارکې د ګل سرخ او په کونړکې بیا د کونړسیند په نومونو مشاعرې د یادولو وړ دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:28 0:00
مستقیم لېنک

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG