د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

طالبانو په حساس وخت کې د ملا محمد عمر بيوګرافي خپره کړه


افغان طالبانو تازه د خپل مشر ملا عمر بیوګرافي خپره کړې ده .

دا وسله واله ډله دا اقدام په داسې حال کې کوي چې د طالبانو له لیکو څخه یو شمېر کسان په وتلو دي او له نورو وسله والو ډلو سره یو ځای کیږي. په عین حال کې داسې هم ویل کیږي چې ملا عمر ښايي ژوندی ونه اوسي.

د ملا عمر دا بیوګرافي د طالبانو په ویب پاڼه کې، ظاهراٌ د ملا عمر له خوا د دې ډلې د مشرتابه د نولسمې کلیزې په مناسبت پرون خپره شوې.

د ملا عمر په اړه په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې هغه په ۱۹۶۰م کال کې د کندهار، خاکریز ولسوالۍ چاه همت کلي کې زیږیدلی دی او په خټه هوتک دی.

په بیوګرافي کې ویل شوي چې د ملا عمر پلار مولوي غلام نبي نومېده او کله چې ملا عمر پنځه کلن وو هغه مړ شوی دی. تر دې وروسته د خپرې شوې بیوګرافي په وینا د ملا عمر کورنۍ ارزګان ته کوچیدلې.

د طالبانو له خوا د خپل مشر په اړه دا خپاره شوي معلومات د هغو راپورونو سره په تضاد کې دي چې وايي؛ ملا عمر نالوستی دی. په خپره شوې بیوګرافي کې ویل شوي چې نوموړي مدرسه ویلي او پر افغانستان د شوروي له یرغل وروسته یې درسونه پرېښې دي.

په دې بیوګرافي کې ویل شوي چې ملا عمر په بشپړه توګه د طالبانو روان فعالیتونه څاري او تعقیبوي یې، خو زیاتوي چې نوموړۍ په پرلپسې توګه د ”دښمن“ له خوا تعقیبیږي؛ نو ځکه یې په تیرو دیارلس کلونو کې د استوګنې ځای نه دی څرګند.

XS
SM
MD
LG