د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د ولسمشر او اجرایي رییس ترمنځ د لوی درستیز پرسر اختلاف دی


ازادي راډيو د موثقو منابعو له لارې دا خبر ترلاسه کړی دی چې د جمهوري ریاست او اجرایي ریاست ترمنځ اختلاف دفاع وزارت ته د جنرال افضل لودین پرنومولو نه دی او د اختلاف عمده ټکی د لوی درستیز د ټاکنې پر سر دی.

ویل کیږي چې اجرایي ریاست پردې ټینګارکوي چې جنرال عتیق اله بریالی د لوی درستیزپه توګه وټاکل شي او جمهوري ریاست غواړي چې جنرال قدم شاه چې د بدخشان دی لوی درستیزشي.

د ولسمشر اشرف غني له ویاند اجمل عابدي سره چې ازادي راډيو دا موضوع مطرح کړه، هغه وویل چې د اجرایي ریاست او جمهوري ریاست ترمنځ اختلافات جدي نه دي او دا به ژر هوار شي:

″ولسمشرچې کله هم پریکړه کړې ده په هغه کې دوه اصلي ټکي په نظرکې نیول شوې دي، یوه مساله دا ده چې دا پریکړې د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ وي او بله مساله دا ده چې په هر تصمیم کې یوه اجماع رامنځته شي. دا ځیني نظري اختلافات چې رامنځته شوې دي دا ستر اختلافات نه دي او د حل وړ دي.″

تیره ورځ د افغانستان دفاع وزارت ته نوماند جنرال افضل لودین اعلان وکړ چې د دې لپاره له خپلې کاندیدۍ تیریږي چې د هېوادوالو ترمنځ د اختلافاتو د راپیدا کیدو مخه ونیول شي.

اجرایي ریاست بیا وویل چې دفاع وزارت ته د جنرال لودین د کاندیدۍ په برخه کې د ملي وحدت د سیاسي توافقنامې اصول په پام کې نه و نیول شوي، نو مخالفت ورسره وشو. د اجرایي ریاست یوه ویاند اصف اشنا ازادي راډیو ته وویل:

″اصلآ مشترک توافق نه وو موجود، کوم بحث او مشوره نه وه شوې، توافق نظر هم نه وو ترلاسه شوی، په همدې دلیل د دې کار څرنګوالی او اصول زموږ له مخالفت سره مخامخ شوي دي، ټاکل شوې په راتلونکې کې هره پریکړه په توافق نظر، همغږۍ او مشورې سره وشي، په دې برخه کې له هر ادرسه شاته پاته کیدل د منلو وړ نه دي.″

په ارګ کې یو شمیر سرچیني وایي چې ولسمشراشرف غني به نن د جنرال لودین پر ځای د دفاع وزارت لپاره له یو شمیر کسانو سره مرکې وکړي، څو د دوی په منځ کې یو تن د دفاع وزارت لپاره ونوموي خو اجرایي ریاست ټینګار کوي چې د دفاع وزیر او لوی درستیز د ټاکل کیدو پریکړه دې په یوه وخت وشي.

XS
SM
MD
LG