د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

چوهدري نثار: د عربي اماراتو وزير څرګندونې د سفارتي ادابو ضد دي


چوهدري نثار
چوهدري نثار
د پاکستان د کورنيو چارو وزير د يمن په جګړه کې د پاکستان د بې پرې والي د پريکړې په اړه د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو د وزير په بيان سخت غبرګون ښودلى او دا يې د سفارتي اخلاقو ضد بللى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پارلمان د جمعې په ورځ له څو ورځنیو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې یمن کې به د سعودي په مشرۍ د ایتلاف په ملاتړ چې له حوثي یاغیانو سره جنګېږي، پوځي مداخله نه کوي او په دې شخړه کې به بې طرفه پاتې کېږي.
خو د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر انور محمد قرقاش د شنبې په ورځ ویلي وو، پاکستان باید د منځني ختیځ له هېوادونو سره د خپلو ستراتیژیکو ګټو پربنسټ خپل دریځ روښانه کړي او د اسلام آباد دا ډول متناقض او ناڅرګند دریځ به پاکستان ته په لوی قیمت تمام شي.
دى وايي، د یمن په شخړه کې د پاکستاني پارلمان د بې پرې والي دریځ ډېر خطرناک دی؛ ځکه چې له اسلام آباده دا تمه نه کېده.
که څه هم د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې پاکستانيو رسنيو ته د عربي اماراتو د وزير د څرګندونو په اړه له څه ويلو ډډه کړې ، خو ددې هېواد د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار د يکشنبې په ورځ د محمد قرقاش څرګندونې غندلي او دا يې د پاکستاني ولس سپکاوى بللى.
نوموړي پاکستاني رسنيو ته ويلي، دا د فکر وړ ده، چې د متحده عربي اماراتو وزير پاکستان ته ګواښونه کوي.
د پاکستان پارلمان په داسې حال کې په غوځ اکثريت د يمن په جګړې کې د بې طرفه پاتې کېدو پريکړه ليک تصويب کړى، چې سعودي عربستان ترې د حوثيانو په ضد په روان پوځي کمپاين کې د جنګي الوتکو، بېړيو او پوځيانو مرسته غوښتې وه.
دا چې د عرب اماراتو وزير پاکستان ته ولې د بې پرېوالي په بدل کې د لوى قيمت پرې کولو ګواښ کړى، د سياسي او سيمه ييزو چارو کارپوه مشتاق يوسفزي يې په اړه ازادي راډيو ته وويل:
" دا د هغوى غلطي نه ده، دا د پاکستاني حکمرانانو، ډيکتاتورانو دا د هغوى کمزورۍ وئ، چې نن سعودي راپاڅېږي او پاکستان ته وايي، چې ته زما د حفاظت لپاره خپل پوځ راولېږه او بيا د UAE حکومت وايي، چې پاکستان کومه پريکړه کړې ده، دا ښه نه ده.
نو دوى داسې ګڼي، چې ګنې دوى [پاکستاني پوځ] د کرايې سپاهيان دي، دوى موږ ته محتاج دي، بس موږ به پيسې ورکوو، ريالونه او درهمې به ورکوو او چې موږ څه د پاکستان حکومت او پوځ ته وايو، دوى به هغسې کوو. زما په خيال پاکستان يو اسلامي ملک دى، خو د هغې خو دا کار نه دى، چې ددغې ملکونو کومې ذاتي شخړې دي، نو دا به پکې شاملېږي.
نو د پاکستان بدقسمتي دا ده، ددې ځاى د حکمرانانو چې دوى هر چاته جولۍ نيسي، پيسې راوړي او هغه پيسې بيا ددې ځاى د خلکو په خېر ښېګڼې نه لګي، نو همدا وجه ده چې دغه ملکونه بيا د پاکستان نه ډېر زيات توقعات ساتي."
له بلې خوا د سعودي د مذهبي چارو وزير صالح عبدالله په نااعلان شوي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته راغلى دى.
د راپورونو له مخې، نوموړى به په دې سفرکې پر خپل سيال سربېره د پاکستان له ځينو نورو سياسي مشرانو سره هم وګوري او په يو شمېر مهمو مساېلو به ورسره خبرې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په يمن کې د حوثي ياغيانو پرضد د سعودي عربستان په مشرۍ د خليجي هېوادو عرب اېتلاف رامنځته شوى، چې د يمن د حکومت په ملاتړ يې پر حوثيانو هوايي بريدونه پيل کړي ، چې لا تردې دمه دوام لري.
راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG