د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

د بلوچستان په تربت کې ١٣ وسله وال په عملياتو کې وژل شوي


د بلوچستان په تربت سيمه کې امنيتي ځواکونو وروسته له هغه- چې وسله والو په کې شل تنه مزدوران په ډزو و وژل- د وسله والو په ضد عمليات کړي او ادعا کوي چې ديارلس وسلوال يې وژلي دي.

پوليسو د وړمې ورځې په حمله کې د مزدورانو د وژنې په تورد بلوڅو د يوه وسله وال سازمان د مشرډاکټرالله نذربلوڅ په ضد دوسيه هم درج کړې ده.

د شنبې په شپه وسله والو د ايران پولي ته نژدې په تربت سيمه کې شل تنه مزدوران د شپې په تياره کې په ډزو و وژل چې د وژنې مسووليت يې د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو يوه سازمان پرغاړه واخيست.

د تربت پوليسو پرون يکشنبه د وړمې ورځې په بريد کې د يوه ټپي مزدورالله دينه په عريضه د دې سازمان د مشرډاکټرالله نذر بلوڅ او وياند ګهرام بلوڅ په ضد دوسيه درج کړه او په دوى پسې يې پلټنه پيل کړه.

د بلوچستان ملېشه ځواکونو تېره شپه د استخباراتي ادارو په مرسته د تربت ښار په کليوالو سيمو کې په وسلوالو پسې د پلټنې عمليات کړي، چې وايي ديارلس وسلوال يې وژلي او ډېر نور يې ټپيان کړي دي، خو وايي د ملېشه ځواکونو سرتېرو ته په کې کوم زيان نه دى رسېدلى.

د ملېشه ځواکونو وياند خان واسع رسنيو ته په لېږلي خبرپاڼه کې ويلي چې دغو وسله والوله خپلواکي غوښتونکي سازمان بي ايل ايف سره تړاو درلود او وړمه ورځ پر مزدورانو په بريد کې ښکېل وو.

خان واسع ادعا کړې چې په عملياتو کې يې د دې سازمان يو قومندان حيات هم وژلى او يو بل قومندان ظريف يې ژوندى نيولى دى.

د ملېشه ځواکونو وياند وايي، په وسله والو پسې د تربت په شاوخوا سيمو کې د پلټنې عمليات دوام لري.

د ملېشه ځواکونو مشر شرافغان په خبرپاڼه کې ويلي چې د بېګناه مزدورانو د وژنو بدله به له وسلوالو ارومرو اخلي.

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو وسلوال سازمان- چې د وړمې ورځې د حملې مسووليت يې منلى- رسنيو ته په لېږلي پيغام کې ويلي، چې د سهراب پل په نامه دغه پروژه د پاکستاني پوځ له خوا پيل شوې وه، ځکه دوى ورباندې حمله وکړه.

ګهرام بلوڅ چې ځان د دې سازمان وياند بولي، د پنجاب، سيند او پښتونخوا ايالت کارګرو ته خبردارى ورکړى، چې د بلوڅو په سيمو کې دي د پاکستاني حکومت په پرمختيايي پروژو کې کار نه کوي، که نه وي و به وژل شي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG