د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

د پکتیا پوهنتون لپاره د مرستو د ټولولو لړۍ پیل شوه


د پکتيا پوهنتون له ډېرو ستونزو سره مخ وو او مرکزي حکومت هم ورته د ستونزو په هواري کې چندان پام نه وو کړی، نو خلکو يې د مرستو د ټولولو اوونۍ پيل کړې ده چې د پوهنتون ستونزې هوارې شي.

د پکتيا پوهنتون سره د مادي او معنوي مرستو اوونۍ ځکه پيل شوه چې دا پوهنتون له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

د دې پوهنتون ريس پوهنمل شېرمحمد روان شته ستونزې ډېرې زياتې يادوي وايي چې د خلکو په مرسته به وکولای شي دا ستونزې هوارې کړي:

″ ۲۰۷۱ تنه نوي معرفي شول چې ۱۲۹ نجونې دي چې دغه رشد او دغه ساري رشد او زموږ دولتي امکانات دا همغږي نه سره لري، ځکه چې د هېواد په کچه ځينې مشکلات موجود دي، نو ځکه موږد ملي تجارانو او د پکتيا له اوسېدونکو څخه د دې پوهنتون لپاره د مرستې غوښتنه وکړه، تاسې وګورئ چې موږ اوس په پوهنتون کې د محصلينو لپاره د ناستې چوکۍ نه لرو، د اوبو سيسټم نشته او ډېرې نورې ستونزې لرو چې په دې سره به حل شي او اوس خلکو ډېرې مرستې کړې دي.″

نوموړی د پوهنتون سره د خلکو مرسته اړينه ګڼي وايي چې په دې سره به په خلکو کې د زده کړې فرهنګ هم عام شوی وي.

د پوهنتون د استادانو د اتحاديې غړي او مسولين وايي چې دوی له ډېر وخت راهيسې د پکتيا ولايتي شورا له غړيو او ولايتي چارواکو او مدني ټولنو سره د مرستو په جلب او جذب لګيا وو، د استادانو د اتحاديې ريس نذير او يو تن استاد:

″دا غونډه به ډېر وکولای شي چې د پوهنتون هغه ستونزې چې موجوده يې کتابتون کې، لابراتوارونو کې، په تدريسي چارو او فرنېچرونو او نورو کې يې لرو په دې سره حل شي.″

″خالد حبيب يم، د پکتيا پوهنتون استاد، زه فکر کوم، نننۍ غونډه چې د پکتيا پوهنتون معنوي او مادي ملاتړ لپاره رابلل شوې ده، زموږ استادانو اتحاديې هغه غږ چې ولايتي شورا او مدني ټولنو ته مو کړی وو، نتيجه يې ورکړه او نن رسماً دغه اوونۍ پيل شوه او ټول پکتياوال به په يو غږ راځي او له پوهنتون سره به تر خپله وسه مرسته کوي چې په دې زموږ د پوهنتون ټولې ستونزې انشاالله هوارېدلی شي.″

د دوی ترڅنګ د دې پوهنتون د ادبياتو پوهنځي ريس پوهنمل يارمحمد پکتين وويل چې د دې هڅې په پايله کې به خلک له پوهنتون سره مادي او معنوي ملاتړ ته لا وهڅيږي:

″دغه اوونۍ، زما په فکر ډېره پر ځای هڅه ده او وبه کولای شوو چې له دې لارې به په معنوي او مادي دواړو برخو کې زياته مرسته وشي.″

د پوهنتون د استادانو ترڅنګ د ولايتي شورا وکيلان او مدني فعالان هم په دې برخه کې لاس پکار شوي او له پوهنتون سره د مرستو په جلبولو کې ونډه اخلي، د پکتيا ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي:

″پکتيا ولايتي شورا، مدني ټولنې، پوهنتون استادان موږ ټول سره په شريکه دا کار شروع کړی او تر هغو به دا لړۍ دوام لري، څو پورې چې موږ پوهنتون خودکفا کړی نه وي.″

مدني فعالان بيا وايي چې دوی مجبوراً دا کار کړی چې پکتيا پوهنتون لپاره مرستې جلب کړي، يو تن مدني فعال ښايسته جان احدي وايي چې مرکزي حکومت او د لوړو زده کړو وزارت نه پاملرنه د دې سبب شوه چې دوی دا پروګرام طرحه او پلی کړي:

″څرنګه چې د پکتيا پوهنتون سره مرکزي حکومت او لوړو زده کړو وزرات کوم پام نه دی کړی او مرسته يې نه ده ورسره کړې، نو موږ هڅه وکړه چې مدني فعالان ولايتي شورا او پوهنتون استادان په شريکه له ولايتي چارواکو سره د پوهنتون لپاره د مرستو د جلبولو لپاره اقدام وکړو چې تاسو يې وينئ.″

له پوهنتون سره د مرستو د اوونۍ دا لړۍ په داسې حال کې پيليږي چې وار له مخه پکې مدني فعالانو، قومي مخورو، سوداګرو او نورو ګڼو خلکو ځينې ستونزې په نښه کړې او له منځه وړې وې.

راپور- داود تپان – پکتيا

XS
SM
MD
LG