د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

یو پاکستانی پلاوی به سبا کابل ته راشي


ټاکل شوې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د اعلی وزیرپه مشری یو پاکستاني پلاوی سبا کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې چې دغه پلاوی به له افغان ولسمشر، اجرایې رییس او نورو لوړ پوړو افغان چارواکو سره وګوري.

د ولسي جرګې غړي د افغان او پاکستاني چارواکو د سفرونو دغې لړۍ ته خوشبینه دي او هغه د دوه اړخیزه اړیکو د لا پياوړتیا لپاره ګټور بولي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې، له افغان چارواکو سره د راتلونکي پاکستاني پلاوي د خبرو تمرکزبه ترډيره پر سوداګریزو او ترانزیټي مسایلو وي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې د دغه پلاوي مشري د پاکستان د خیبرپښتونخواه ایالت اعلی وزیر پرویز خټک کوي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه پلاوی به د اپریل په څوارلسمه یعنې د سې شنبې په ورځ کابل ته راشي:

″ټاکل شوې د پاکستان د اسلامي جمهوری یو پلاوی کابل ته سفر ولري او له افغان چارواکو سره د لیدو پرمهال به د دوه اړخیزه اړیکو سربیره د سوداګریزو او ترانزیتي مسایلو پر سر خبرې وکړي.″

ښاغلی مستغني وایې، په دغه پلاوي کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیرخرم دستګیرخان په ګډون د دغه هېواد د کابینې ځيني وزیران، د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت چارواکي او قومي مشران شامل دي.

نوموړی وایې، یاد پلاوی به له افغان ولسمشر، اجرایې رییس، د بهرنیو چارو وزیر، د سوداګرۍ له سرپرست وزیر او دغه راز د ولسي جرګې له رییس سره و ګوري.

دا په داسې حال کې ده چې په تیروشاوخوا شپږومیاشتوکې د پاکستان بېلابېلو پوځي او ملکي چارواکو افغانستان ته سفرونه درلودل.

په همدې موده کې څلورځله د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف او د استخباراتو مشررضوان اختر له کابله لیدنه وکړه او نږدې درې میاشتې مخکې د دغه هېواد د سیاسي ګوندونو یو پلاوی هم کابل ته راغلی.

د افغانستان له لوري هم د ولسمشرمحمد اشرف غني په ګډون، د سوداګرۍ او کډوالو چارو وزیرانو او دغه راز د ملي شورا هیئتونو پاکستان ته سفرونه کړي دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزۍ وایې چې د افغان او پاکستاني چارواکو سفرونو د دواړو هیوادونو اړیکې ښې کړي دي:

″انشاالله روابط ډیر ښې خوا ته روان دي.

زموږه هیله دا ده چې باید په واقعیتونو خبرې وکړو او یو بل ته واقعي لاس ورکړو. نه دا چې ډيپلوماسي وکړو یا هغه پخواني سیاستونه تکرار کړو.″

د ملي وحدت حکومت له رامنځ ته کیدو سره د افغانستان او پاکستان اړیکو د پام وړ بدلون موندلی دی.

د پاکستان حکومت له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا تر څنګ د افغانستان د سولې په بهیر کې هم له دغه هېواد سره د همکارۍ ژمنه کړې او دا یې منلې چې خاوره به یې نور د افغان طالبانو لپاره پناه ځای نه وي.

کارپوهان سره له دې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو له ښه کیدو هرکلۍ کوي خو وایې چې مخکینیو تجربو ته په کتو باید له پاکستان سره په اړیکو کې له احتیاطه کار واخیستل شي او دغه هیواد ته له اړتیا ډير امتیازات ورنکړل شي.

XS
SM
MD
LG