د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

د امریکا او لویدیځي اروپا پوځي لګښتونه کم شوي دي


د سولې د نړېوالې څیړنې انسټیټیوټ چې مرکز یي د سویډن په مرکزسټاکهلم کې دی، په یوه نوي راپورکې وایي، په ۲۰۱۴ م کال کې د نړۍ په پوځي لګښتونو کې د نظر وړبدلون نه و راغلی.

په راپورکې ویل شوي چې په ۲۰۱۴ م کال کې په مجموعي ډول د نړۍ پوځي لګښتونه یا بودجې په سلو کې صفر اعشاریه څلور یعنې یو اعشاریه اته تریلیونه ډالره کم شوې دی.

په سټاکهلم کې د سولې د نړېوالې څیړنې انسټیيوټ وایي، د امریکا د متحده ایالاتو او لویدیځي اروپا پوځي لګښتونه کم شوي، خو په مقابل کې یي چین، روسیې او سعودي عربستان خپل پوځي لګښتونه زیات کړي دي.

دا درې هېوادونه له امریکا وروسته په نړۍ کې د پوځي لګښت سترهېوادونه دي.

د سټاکهلم د سولې د نړېوالې څیړنې انسټیټیوټ په خپل نوي راپورکې وایي، د منځني ختیځ ، ختیځي اروپا او افریقا شخړو په مربوطو سیمو کې د وسلو لګښتونه زیات کړي دي.

د دې انسټیټيوټ رئیس سام پیرلو فریمان وایي، د اوکراین شخړې د ختیځي اروپا هغه هېوادونه چې روسیې ته نږدې پراته دي، مجبور کړي چې خپل پوځي لګښتونه زیات کړي، په خاص ډول د مرکزي اروپا، بالتیک حوزې او سکندنوي هېوادونه مجبور شوي چې خپل پوځي لګښتونه او بودجې زیاتې کړي.

په عین حال کې، د لویدیځي اروپا پنځو سترو مصرفوونکو فرانسې، بریتانا، جرمني، ایټالیا او هسپانیا په روان کال کې خپلې پوځي بودجې نورې هم کمې کړي دي.

په سټاکهلم کې د سولې د نړېوالې څيړنې انسټیټیوټ رئیس سام وایي، د اوکراین بحران اصلا د اروپا امنیتي حالت بدل کړ، خو تراوسه یي اغیز یوازې پرهغو هېوادونو زیات دی چې له روسیې سره ګډې پولي لري، په نورو هېوادونو کې د سختو مالي مقرراتوله امله پوځي لګښتونه راکم شوي دي.

د سام په وینا، پولنډ خپله پوځي بودجه په سلو کې ۱۳ زیاته کړې ده.

اوکراین په ۲۰۱۴ م کال کې خپله پوځي بودجه په سلو کې شل زیاته کړي وه او سږکال ممکن د خپلو وسله والو ځواکونو لپاره لګښتونه دوه برابره کړي.

د سولې د انسټيټيوټ په راپور کې دغه راز ویل شوي چې روسیي خپل پوځي لګښتونه په سلو کې اته اعشاریه یو یعني ۸۴ اعشاریه پنځه میلیاردو ډالروته زیات کړي دي.

سعودي عربستان خپل پوځي لګښتونه په سلو کې ۱۷ زیات کړي دي.

چین خپله پوځي بودجه شاوخوا ۲۱۶ میلیاردو ډالرو ته رسولې ده.

د امریکا متحده ایالات چې په نړۍ کې ترټولو ستره پوځي بودجه لري، په ۲۰۱۴ م کال کې یي خپل پوځي لګښتونه په سلوکې شپږ اعشاریه څلور کم کړي، خو بیا یي هم تیرکال پوځي بودجه ۶۱۰ میلیارده ډالره وه.

XS
SM
MD
LG