د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

د بدخشان په جګړه کې د افغان ځواکونو درانه تلفات


په بدخشان کې د ملي اردو د یو شمېر سرتېرو د وژنې موضوع په خاص ډول په کورنیو رسنیو کې د تودو خبرونو په سر کې ده.

په راپورونو کې ویل شوي چې وسله والو کسانو د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو له دېرشو زیات سرتېري وژلي او د اته ویشتو یې سرونه غوڅ کړي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت دا تلفات کم بولي. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهرعظیمي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، د دفاع وزارت یو پلاوی چې په دې اړه د څېړنې لپاره جرم ولسوالۍ ته تللی و د څېړنو په نتیجه کې موندلې چې په جګړه کې د ملي اردو ۳۳ سرتېري مړه، ټپيان او اسیران شوي. جنرال عظیمي د مړو، ټپیانو او اسیرانو توپیر نه دی ښودلی. د دفاع وزارت د اوپراسیون رییس جنرال افضل امان له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د ملي اردو د وژل شویو سرتېرو شمېر پنځلس وښود:

دا اطلاع ډېره دقیقه هم نه ده خو د وروستیو معلومات له مخې چې موږ ته رسېدلي د ملي اردو پنځلس منسوبان هلته وژل شوي دي او د دوو سرتېرو سرونه غوڅ شوي. موږ د هغو جسدونه ترلاسه کړي او انتقال کړي مو دي.

خو د ولسي جرګې لومړی منشي عبدالرووف انعامي چې لومړی یې د دې سرتېرو د بېرحمانه وژنې مسئله رابرسېره کړه د دفاع وزارت ارقام ردوي او وايي، یوازې د ملي اردو، او پولیسو د هغو سرتېرو شمېر چې سرونه ترې غوڅ شوي، اته ویشتو ته رسېږي:

له ټولو امنیتي ځواکونو څخه چې د ملي پولیس، سیمه ایز پولیس او ملي اردو سرتېري پکې دي، ۳۱ وژل شوي کسان لرو چې له ۲۸ کسانو څخه یې سرونه غوڅ شوي دي. دا یو حقیقت دی. دا شېبه په روغتون کار روان دی چې غوڅ سرونه د هغو له تنو سره وګنډي. په دوی کې د ملي او سیمه ایزو پولیسو سرتېري هم شامل دي.

له بلې خوا د بدخشان ولایت سیمه ایزو چارواکو د جرم ولسوالۍ په خستک سیمه کې د ۱۸ افغان سرتېرو وژل کېدل تایید کړي او منلې یې ده چې له ځینو څخه سرونه غوڅ شوي. د بدخشان د والي ویاند احمدنوید فروتن اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته ویلي چې د جمعې ورځې په دې جګړه کې اتلس سرتېري وژل شوي چې له اتو څخه یې سرونه غوڅ شوي دي.

د بدخشان چارواکي وايي په دې جګړه کې دوه نیم سوو وسله والو برخه درلوده چې په ترڅ کې یې د اتو بهرنیو جنګیالیو په ګډون ۱۹ تنه وسله هم وژل شوي دي.

د چارواکو له قوله په راپورونو کې ویل کېږي چې د جرم په جګړه کې چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوه او پرون پای ته ورسېده، شامل وسله وال اکثر بهرنیان دي. د چارواکو په وینا دا وسله وال د منځنۍ آسیا له افراطي اسلامپالو ډلو سره تړلي جنګیالي دي.

XS
SM
MD
LG