د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د فرخندې اصلي وژونکي لاهم نه دي نیول شوي


د فرخندې د قضیې د څېړلو لپاره د حقیقت موندنې کمیسیون وایي چې د دې قضیې یو شمېر اصلي عاملین لا هم نه دې نیول شوي.

دوی همدارنګه ټينګار کوي چې په دې قضیې کې باید له دقت او جدیت څخه کار واخیستل شي.

په داسې حال کې چې ویل کیږي، د فرخندې د وژنې دوسیه به په نږدې ورځو کې اړوندې محکمې ته واستول شي؛ د فرخندې د قضیې د څیړلو لپاره د حقیقت موندنې کمیسیون وایي؛ د دې قضیې اصلي فاعلین لا هم نه دی نیول شوي.

د دې کمیسیون غړي خپلواک ساپي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې حکومت باید له ژمنې سره سم د دې قضیې اصلي عاملین او محرکین ونیسي:

"اوس هم هغه اصلي فاعلین تقریباً پنځه شپږ کسان چې د مېرمن فرخندې په وژلو کې یې ډير رول درلودل؛ هغوی لا اوس هم نه دي نیول شوي؛ نو زموږ ډېره مهمه غوښتنه همدا ده چې هغسې چې حکومت ژمنه کړې وه؛ باید دغه کسان ونیول شي."

تردې مخکي د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي چې د فرخندې د وژنې دوسیه هره ورځ نوي اړخونه پيدا کوي او ممکن تر دوو اونیو پورې بشپړه او اړوندې محکمې ته ولیږل شي.

ویل کیږي چې تر دې د مه د فرخندي د وژنې په تور نهه څلویښته کسان نیول شوي چې شل يې امنیتي او نهه ویشت یې ملکي کسان دي.

په همدې حال کې د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو مشر جنرال فرید افضلي هم ازادي راډیو ته وویل چې د دې قضیې د پاتې عاملینو د نیول کېدو لپاره د دوی جنایي څيړنې په جدیت سره روانې دي.

نوموړي وویل چې په دې ورستیو کې یې دوه هغه کسان هم نیولي چې د پیښې اصلي عاملین دي:

"په دې وروستیو کې دوه کسان نیول شوي او لویې څارنوالۍ ته یې دوسیې سپارل شوي دي؛ زموږ کشفي کارونه په چټکۍ سره مخې ته ځي؛ ترڅو نور کسان هم ونیول شي."

اوه ویشت کلنه فرخنده نږدې څلور اوونۍ مخکې د کابل ښار شاه دوشمشېره زیارت ته څیرمه د قران کریم د سوځولو په تور د یوشمېر قهرجنو کسانو له خوا په وهلو ټکولو ووژل شوه.

اوس مهال ویل کیږي چې ځینې کړۍ هڅه کوي چې د فرخندې د وژلو په تور ځینې نیول شوي کسان؛ خوشې شي.

په عین حال کې د مدني ټولنې فعالان او د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون له حکومته غواړي چې د فرخندې وژونکي دې په علني ډول مجازات کړي.

لویه څارنوالۍ داهم وايي؛ په دې برخه کې به عدالت پلی او هیچا ته به په کې د مداخلې حق ورنه کړي.

XS
SM
MD
LG