د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د عینکو مس د کان د استخراج لومړنۍ څیړنې او مطالعات روان دي


د افغانستان د کانونواو پټرولیم وزارت وايي؛ د لوګر ولایت د عینکو مس د کان د کیندلو لومړنۍ څیړنې لا بشپړې شوي نه دي او د "ایم. سي. سي" چینايي کمپنۍ د تړون سره سم خپلې څیړنې جاري پرمخ وړي.

د دې وزارت ویاند رفیع صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل؛ دغه څیړنې پیچلې دي او لوی مالي لګښت او وخت غواړي.

ده هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې چینايي کمپنۍ غواړي چې د افغان حکومت او له دې کمپنۍ سره په شوي تړون کې دې بدلون راشي:

"د افغانستان د کانونواو پټرولیم وزارت هڅې کوي چې د عینکو د مسو د کان ښه مدیریت وکړي؛ څو دا پروژه لازم پرمختګ وکړي.

په دې برخه کې د چینايي کمپنۍ څیړنې روانې دي. د مذاکراتو دوه دورې تیرې شوي او بله به یې هم په نږدې راتلونکي کې نتظیم شي.

په راتلونکو مذاکراتو کې به هم د کان په موادو او د پروژې په پرمختګ خبرې وشي. تراوسه په دې برخه کې پرمختګ شوی دی."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په تازه شپو ورځو کې د رویټرز اژانس لیکلي چې د "ایم سي سي" چینايي کمپنۍ غواړي؛ افغان حکومت په شوي تړون کې یو لړبدلونونو ته غاړه کیږدي.

رویټرز اژانس دا هم لیکلي چې د مسو بیه په نړیوالو مارکیټونو کې مخ په کمېدو ده او چینايي کمپنۍ اندیښنه لري چې د دې کان له استخراجه خپل لګښت نه شي پوره کولی.

اژانس دا هم لیکلي چې د تړون له مخې یاده کمپنۍ مکلفه شوې چې په سیمه کې برېښنا وغځوي؛ یو ښارګوټي جوړ کړي او د کان د موادو لیږدولو ته د اورګاډي پتلۍ هم وغځوي چې دا پروژې هم لویه پانګه غواړي او ښايي چینايي کمپنۍ يې د بشپړولو توان ونه لري.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې د عینکو د مسو د استخراج تړون په د وه زره اوم میلادي کال کې د افغان حکومت او د "ایم.سي.سي." چینايي کمپنۍ ترمینځ لاسلیک شوی؛ د تړون ارزښت درې میلیارده ډالره دی او د استخراج له پیلیدو سره به چینايي کمپنۍ په هرکال کې څلورسوه میلیونه ډالره افغانستان ته ورکوي.

په عین وخت کې د افغانستان خلک او ولسي جرګه هم د دې کان د استخراج د چارو په ځنډېدو اندیښمن دي.

د اقتصادي چارو پوه استاد سیف الدین سیحون وايي؛ د افغانستان د حکومت کمزورۍ او د هېواد ناامنیو ته په کتو سره چینايي کمپنۍ غواړي؛ له روان وضعیت څخه ګټه پورته کړي:

"کله چې دغه کمپنۍ د افغانستان له عیني او ځانګړی وضعیت سره مخ شوه؛ وېې لیدل چې کړې ژمنې نه شي پوره کولی او بله دا چې داسې فکر کوي چې بله کمپنۍ د ې تړون ته نه حاضریږي؛ نو افغانستان یې مجبور لیدلی او غواړي چې له دې شرایطو ګټه پورته او تړون انحصار کړي."

سربېره پردې کان، د هېواد په شمال کې د نفتو او ګازو د ځینو کانونو د استخراج تړونونه له یو شمېر کورنیو او بهرنیو کمپنیو سره شوي؛ خو ویل کیږي چې د ناامینو له امله د هغوی چارې هم په سمه توګه پرمخ نه ځي.

افغان حکومت وايي، د هېواد د کانونو عایدات یې یوازینۍ مالي منبع ده چې هېواد د بهرنیو مرستو له احتیاجه ژغورلی شي.

د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني هم تاکید کړی چې د هېواد د کانونو استخراج ته دې تدابیر جدي شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG