د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

له ایران سره د ګډو عملیاتو پرېکړه به د افغانستان د ملي امنیت د شورا په مشورې کېږي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان او ایران تر منځ په ګډه پوله د عملیاتو هر ډول پرېکړه به د افغانستان د ملي امنیت د شورا په مشورې سره کېږي.

د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو د پراخېدلو او د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته د ایران تیاری؛ د افغان حکومت غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان دفاعي ځواکونه د مخالفو وسله والو سره د مخامخ کېدلو په ځانګړي ډول د اسلامي دولت د ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره لازم تیاری لري.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د سه شنبې په ورځ په یوې خبرې غونډه کې وویل چې د افغانستان او ایران تر منځ په ګډه پوله د عملیاتو هر ډول پرېکړه به د افغانستان د ملي امنیت د شورا په مشورې سره کېږي.

که څه هم ښاغلي مستغني په دې اړه جزیات ور نه کړل؛ خو تینګار یې وکړ چې د داشان عملیاتو د اړتیا په صورت کې به تصمیم د دواړو هیوادونو له خوا ونیول شي:

"افغان امنیتي ځواکونو د امنیتي ګواښونو ان د داعش د تهدیدونو پر وړاندې د دفاع وړتیا لري او په دې برخه کې اوس نه شي کیدای چې نظر څرګند کړو؛ دا باید د ملي امنیت د شورا سره په مشوره او د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ پرې بحث وشي."

ښاغلی مستغني دا خبرې تر هغې ورسته کوي چې د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني یوه ورځ مخکې په تهران کې ویلي وو؛ هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان په خاوره کې دننه د ترهګرو پر وړاندې جګړه وکړي.

د ایراني چارواکو له خوا دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان تر څنګ ایران هم د افغانستان په کورنیو مسایلو کې په لاس وهنه تورن دی او ان داسې هم ویل کېږي چې د دولت یو شمېر مخالفې وسله والې ډلې د دغه هېواد په خاوره کې روزل شوي او د تخریبي فعالیتونو لپاره د افغانستان لویدیځو سیمو ته را استول شوي دي.

په عین حال کې د پوځي چارو یو کارپوه جاوید کوهستاني وايي چې هېڅ هېواد په افغانستان کې دننه د پوځي عملیاتو حق نه لري او افغانستان د دغه هېواد د ترهګرو ډلو نه چې اوس اوس له داعش سره یو ځای شوي دي؛ ګواښل کېږي.

ښاغلی کوهستاني وايي چې ایران دې دغه عملیات په خپله خاوره کې دننه وکړي؛ نه په افغانستان کې:

"له بده مرغه د ایران رهبران ناوخته خبر شول چې ډېری د بلوچستان جنوب ته او یا هم د ایران جنوب ته جندالله وجیش العدل ډلې پخواني فعالیتونه لري چې اوس له داعش سره یو ځای شوي دي؛ خو تر اوسه د افغانستان په پولو کې دغه فعالیتونه ډېر پراخ نه دي؛ ایران او نور هېوادونه نه شي کولای چې د افغانستان په خاوره کې خپلواک عملیات وکړي."

یو شمېر افغان کارپوهان وايي، که چېرې افغانستان له ایران سره په دې خبره سلا شي چې دغه هېواد دې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرۍ پر وړاندې په ځانګړي ډول د اسلامي دولت د وسله والې ډلې سره مبارزه وکړي؛ دا پرېکړه به افغانستان له یو نوي بحران سره مخامخ کړي.

خو یو شمېر نور کارپوهان بیا په دې باور دي چې د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو د مهارولو لپاره له هرې لازمې هڅې باید کار واخیستل شي او په دې جګړه کې د ګاونډیو هېوادونو د راکاږلو پر ځای دی په کار ده چې د افغان امنیتي ځواکونه ښه تجهیز شي.

XS
SM
MD
LG