د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

عراق د داعش پرضد له امریکا نه دلاډیرملاتړغوښتنه کوي


تمه ده د عراق صدراعظم حیدرالعبادي واشنګټن ته په خپل سفر کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جګړې کې د امریکا د لاډیر ملاتړغوښتنه وکړي.

ټاکل شوې نوموړی به نن د اپریل ۱۴ په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشربارک اوباما سره وګوري.

ښایې په دې مرستوکې د امریکا بې پیلوټه الوتکوپه ګډون د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې شاملې وي.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي سپینې ماڼۍ ته ترسفردمخه ویلي چې له دې کاره یې هدف د زیاتیدونکو هوایې بریدونو دوام او د وسلو ورکول دی.

دده اشاره هغو هوایې بریدونوته وه چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف له خوا د اسلامي دولت ډلې پر وسله والو کېږي.

بل خوا ټاکل شوې نوموړی له امریکا څخه د بې پیلوټه الوتکو په ګډون د میلیاردونو ډالروپه ارزښت د وسلوغوښتنه وکړي چې ښایې د امریکا پر بودجې د کانګرس د محدودیتونو له کبله ولسمشراوباما ونه توانیږي له دغو ټولو غوښتنو سره موافقه وکړي.

تردې سفریوه ورځ دمخه پنتاګون ویلي چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې پر مرکزونود امریکا په مشرۍ ایتلاف د څومیاشتنیو هوایې بریدونوپه نتیجه کې دغه ډله په شاوخوا ۱۷ کېلومتره سیمه کې په شا شوې ده.

د پنټاګون ویاند سټیف وارن پرون (دوشنبه) وویل چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې خاورې سره کرښه په جنوبي او لویدیځو برخو کې شاته شوې ده.

هغه وایي، عراقي امنیتي ځواکونو او د ایتلاف هوایې بمبارۍ پرته له شکه د اسلامي دولټ ډله زیانمنه کړې او هغه ډله یې ورو ورو په شا کړې ده، خولاهم له شمالي ښارسینجاره تر موصل پورې او د بایجې ځیني برخې لا هم د اسلامي ډلې ترکنټرول لاندې دي.

وارن زیاتوي چې په سوریې کې د اسلامي دولت ډلې لا هم خپل کنټرول ساتلی دی.

که څه هم هغوي په دې وروستیوکې د کوباني ښارشاوخوا ته چې له ترکېې سره پوله لري، ځیني برخې له لاسه ورکړي، خو د مرکزي ښارحمص او پلازمینې دمشق شاوخوا ته یې ځیني سیمي نیولي دي.

د اسلامي دولت ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د سوریې په شمال او د عراق په شمال او لویدیځ کې ډیرې سیمي لاندې کړي.

ترډیره دغه ډله پرسني میشتو سیمو واکمنه ده.

امریکا ویره لري چې د ایران حکومت به د عراق ترحکومت ډیر د شیعه ملیشو کنټرول په لاس کې ولري.

XS
SM
MD
LG