په هلمند ولايت کې یوشمېر دولتي مامورینو خپلې خولې ګنډلي او له حکومت څخه د نومرو غوښتنه کوي.
دوی وايي تر هغو چې د دوی حقوق ورنه کول شي د نه خوړلو له اعتصاب څخه به لاس وانخلي.
د هلمند دولتي چارواکي د نومرو د وېش کار یوه او بل ته غورځوي او په دې اړه له رسنیو سره له خبرو ډډه کوي.
خو د ولایتي شورا رئیس ازادۍ راډيو ته ویلي چې د مځکو غصب او د مامورینو نومري والي او لوړپوړو چارواکو ته ورکول شوي دي.
الياس داعي راپور برابر کړى دى