د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

پښتون: د استخباراتي معلوماتوپه شریکولو کې لازمه همغږي نه شته


د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون یوشمېرغړي او د امنیتي او پوځي چارو ځیني کارپوهان وايي چې د افغان امنیتي ارګانونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په برخه کې لازمه همغږي نه ده موجوده.

دوی وايي، له همدې امله افغان ځواکونه په بېلابېلو عملیاتو کې له ستونزو سره مخ وي او د مرګ ژوبلې راپورونه يې هم د زغم نه وي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي بیا وايي چې افغان امنیتي ارګانونه په هره برخه کې له یو بل سره لازمه همغږي او همکاري لري.

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون یو شمېرغړي افغان امنیتي ارګانونه د استخبارتي معلوماتو د شریکولو په برخه کې په نه پاملرنې تورونوي.

دوی وايي، په دې برخه کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ لازمه همغږي نه ده موجوده.

د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون یو غړی خالد پشتون د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، پخوا د افغان امنیتي ارګانونو ترمنځ استخبارتي همغږي نړېوالو ځواکونو کوله خو اوس چې د دوی حضورپه دغه هېواد کې کم شوی دی نوپه یاده برخه کې ستونزې هم ډېرې شوي دي:

″پخوا د دغو موضوعاتو هماهنګي ترډېره نړېوالو ځواکونو کوله، اوس چې د دوی موجودیت په افغانستان کې کم شوی دی افغان په دغه همغږۍ کې پاتې راغلي او تاثیرات یې هم په دې برخه کې ډېرضعیفه دي چې ناوړه پایلې یې هر ورځ احساسوو او وینوو یي.″

ښاغلی پښتون وايي، پکارده چې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت ریاست په دې برخه کې لازمه همغږي ولري.

د افغانستان د امنیتي ارګانونو ترمنځ پرخپل وخت سره د استخباراتي معلوماتو د نه شریکولو ستونزه په دې وروستیو کې یو واربیا وروسته له هغې تودېږي چې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو په عملیاتو کې لسګونه افغان پوځیان وژل شوي دي.

په دغه پېښه کې د لسګونو پوځیانو سرونه د دوی له تنو بیل شوي دي چې تصویرونو یې په ټولنیزو رسنیو فیس بوک او ټویټرکې هم د خلکو تند غبرګونونه راپارولي دي.

پخوا تردې د کونړپه دانګام ولسوالۍ کې هم د وسله والو مخالفینو په برید کې ویل کېدل چې استخبارتي معلومات د ملي امنیت د ریاست له خوا له نورو سره شریک شوي خو پر وخت او لازم اقدام نه دي شوي.

افغان امنیتي او پوځي کارپوهان هم د افغان امنیتي ارګانونو ترمنځ د استخبارتي معلوماتو د نه شریکولو ستونزه د پام وړ ګڼي او وايي پکارده چې دغه معلومات د یادو ارګانونو تر منځ په خپل وخت سره شریک شي.

افغان امنیتي کارپوه او د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیرفقیرمحمد فقیر وايي؛ که داسې ونه شي نو یاد ستونزه د افغان امنیتي ځواکونو پر روحیه منفي اغیز درلودلی شي:

″ټول دلایل او ټول مسایل باید په خپل وخت سره سازماندهي او دقیقاً ترسره شي او که داسې ونشي دا زموږ د سربازانو او افسرانو په روان منفي اغیزکولای شي.″

دغه شان د پوځي چارو چاروکارپوه جنرال عتیق الله امرخیل هم پرخپل وخت استخبارت او کشفي معلومات په امنیتي سکتورکې ډېرمهم ګڼي او وايي، پکارده چې دې برخې ته جدي پاملرنه وشي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي بیا وايي چې افغان امنیتي ارګانونه په هره برخه کې له یوبل سره لازمه همغږي او همکاري لري.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

″ټوله پلان ګذاري سره یوځای هماهنګه اجرا کېږي او سره تصمیم نیول کېږي او په نورو برخو کې هم خصوصاً د ملي امنیت سره موږ زیاته هماهنګي لرو او کوم شی چې موږ پورې مربوط وي هغوی ته وایو او چې هغوی پورې مربوط وي موږته وايي او دغه شان د کورنیوچاروله وزارت سره هم ګډ تصمیم او ګډ عملیات لرو، نو ترډېره زموږ ترمنځ هماهنګي ښه شوی ده.″

له نړېوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د واک تربشپړ لېږد ورسته افغان امنیتي ارګانونو تل دا خبره کړې چې دوی په خپلواک ډول له هېواده د دفاع توان او وړتیا لري، خو داسې انتقادونه موجود دي چې په ځینو مواردو کې لاهم تشې موجودې دي.

ویل کېږي د افغان ځواکونو د ښه تجهیز ترڅنګ بله لویه ستونزه چې افغان امنیتي ارګانونو چلنجوي هغه همدا د استخبارتي معلوماتو د شریکولو په برخه کې نه همغږي او پرخپل وخت سره یې په اړه د اجرااتو کول دي.

XS
SM
MD
LG