د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

ولسي جرګې ته ۴نورو کاندید وزیرانو هم خپل کاري پروګرامونه تشریح کړل


د افغان حکومت له خوا د معرفي شوو کاندید وزیرانو له ډلې څلور تنو کاندید وزیرانو نن خپل کاري پروګرامونه ولسي جرګې ته تشریح کړل.

د پوهنې، ټرانسپورټ، فواید عامې او د ښځو چارو وزارت لپاره کاندید وزیرانو ژمنې وکړي چې د بریالیتوب په صورت کې به په خپلو اداروکې اساسي تغیرات راولي.

له دې څخه وړاندې یوولسو کاندید وزیرانو ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه تشریح کړي دي.

ولسي جرګې ته څلور واړو ورغلو کاندید وزیرانو ژمنې وکړې چې د بریالیتوب په صورت کې به په خپلو اړوندو ادارو کې اصلاحات راولي او پخوانۍ ستونزې به حلوي.

د پوهنې وزیراسدالله حنیف بلخي وویل چې د ښوونې او روزنې کېفیت نوموړی ته د قناعت وړنه دی او نوموړی به د بریا په صورت کې درسي نصاب ته جدي پاملرنه وکړي:

″د ادارې فساد پر وړاندې مبارزه، د شکایتونو تعقیب، په مدیریتي پوستونو کې د متخصصو او متحد کسانو ګمارل، د نړېوالو مرستو راجلبول لپاره د لارو چارو لټول په دې هدف څو د پوهنې وزارت بودیجې وده وکړي.″

د پوهنې لپاره د پینځه کلنۍ ستراتیرژي جوړول، د ښوونکو ژوند ته پاملرنه، د ښوونکو د ټولینزموقف لوړول، د پوهنې وزارت په مطبعه کې د چاپ ظرفیت رامنځ ته کول او د نوري فایبرله لارې د ټولو ښوونځیو وصلول د ښاغلي حنیف نور پروګرامونه دي.

د فواید عامې وزارت کاندید محمود بلیغ بیا خپل لنډ مهالي او اوږد مهالي پروګرامونه داسې تشریح کړل:

″ ساختاري ادارې اصلاحات او د قانون تطبیق، د سړکونو جوړول، ځمکني ترانسپورت ته د موثرسیستم رامنځ ته کول او د یوې منظمې برنامې جوړلو او د ریل پټلۍ غځول.″

د چهارشنبې په ورځ د ښځوچارو وزارت ته کاندیده دلبر نظري هم ولسي جرګې ته ورغلې وه.

نوموړې بیا په بېلابېلو برخوکې د ښځو د ګډون ژمنې وکړي:

″د دولت په کلیدي پوستونو کې د ښځینه کدرونو ګمارل، د ښځو چارو وزارت په تشکېل کې د تحقیق د واحد جوړول، او پلټنې نوی واحد جوړول د ښځو ونډه په حکومتدارۍ کې او ښځو د ونډې زیاتوالی په امنیتي ارګانونو کې.″

د ولسي جرګې په دې غونډه کې څلورم کاندید وزیر محمدالله بتاش وویل چې د بریا په صورت کې به ځمکني ترانسپورت ته زیاته پاملرنه وکړي.

ښاغلي بتاش وویل، د نړېوالو ترمینلونو رامنځ ته کول، د ملي بسونو وضعیت ته رسیدګي، د هوا پیژندنې د ادارې رامنځ ته کول د نوموړی په کاري پروګرامونو کې شامل وو:

″په پخوانیو ټولو طرزالعملونو او مقررو باندې له سره غور کول چې د اوسنیو اقتصادي او ټولینز وضعیت ته په کتو د قناعت وړنه دي، د الکترونیکې مدیریت عملي کول، د معلوماتو د سیستم رامنځ ته کول او د خلکو شکایتونوته رسیدګي او د ترانسپورت کنترول لپاره د یو لوی مرکز رامنځ ته کول.″

د حکومت له لوري د معرفي شویوکاندید وزیرانوپه ډله کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته کاندید عبدالباري جهاني هم شامل وو چې خپل کاري پروګرام د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې ته تشریح کړي، خو د نوموړي د دوه ګوني تابعیت اسناد نه وو بشپړ شوی.

د ولسي جرګې مشرعبدالروف ابراهیمي وویل چې د راتلونکې شنبې په ورځ به د ښاغلي جهاني د دوه ګوني تابعیت د لغوې اسناد ولسي جرګې ته راشي او نوموړی به خپل پروګرام تشریح کړي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، هڅه به وکړي چې دا ځل اکثره کاندید وزیران د باوررایه واخلي، خو دوی ټینګارکوي چې حکومت باید د دفاع وزارت لپاره کاندید هم ور معرفي کړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG