یو شمېر افغانان وايي چې په افغانستان کې د داعش یا د اسلامي دولت د وسله والې سخت دریځې ډلې نفوذ د زیاتېدو په حال کې دی او ممکن د طالبانو ځای ونیسي خو امریکايي چارواکي وايي چې داعش لا په هغه حد کې نه ده چې په افغانستان کې دې جدي خطر وزېږوي.
د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر یو له هغو کسانو څخه دی چې په خپل هیواد کې د داعش د نفوذ پر زیاتېدو اندېښمن دی.
په دې اړه نور جزییات عصمت څاروان په یوه راپور کې اوروي.