د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

پاکستان د افغانستان له لارې منځني اسیا ته خپله سوداګرۍ پراخول غواړي


د سوداګرۍ د برخې افغان او پاکستاني چارواکې وایې هڅې کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له پخوا ډیره او پیاوړي کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیرپه کابل کې د پاکستاني محصولاتو د نندارتون په مهال وویل، اسلام اباد هڅې کوي چې په هغه هېواد کې د افغان سوداګرو لپاره سهولتونه ډیر کړي.

په داسې حال کې چې افغان سوداګرو تل په پاکستان کې د سوداګرۍ په برخه کې له خنډونو شکایتونه کړی دی پاکستاني چارواکې وایي، هڅې کوي چې دا ستونزې حل او د افغانستان له لارې خپله سوداګري ترمنځنی اسیا پورې وغځوي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیرخرم دستګیرخان چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وایي، په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره افغانستان مهم رول لري او دواړه هېوادونه په لوړه کچه هڅه کوي چې ترمنځ یې سوداګري اسانه او پراخه شي.

ښاغلی دستګیرد چهارشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستاني تولیداتو نندارتون د پرانستو په مهال وویل، د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ د سوداګرۍ نوی تړون ډیرژر پیلیږي چې په سیمه کې به سوداګري وده وکړي:

″په راتلونکو ورځو کې به اسانتیاوې نورې هم زیاتې شي، موږ به د پاکستان، افغانستان او تاجکستان د ترانزیت توافق نامه نهایي کړو، افغانستان او پاکستان چې د سوداګرۍ ښه ملګري دي لومړی به سوداګري منځنۍ اسیا او بیا نړۍ ته وغځوي.

موږ غواړو چې له اقتصادي پلوه سره یوځای شو، دا کار یوازې د سوداګرۍ له لارې نه، بلکې د پانګونې، بانکې سیستم او بنسټیزو پروژو له لارې کېږي.″

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر وایې، کابل ته په دې سفرکې یې د سوداګرۍ په برخه کې د افغان سوداګرو شته ستونزې اوریدلي او ډیرژربه په دې برخه کې جدي اقدامات وشي.

د پاکستاني پلاوي د دې څرګندونو ترڅنګ افغان چارواکو ویلي کابل، اسلام اباد او دوشنبې په پام کې لري چې د اپټا په نوم مشهورتړون په پټا بدل او د هغې په اساس د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ سوداګړي پیاوړي کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ د برخې چارواکې وایې، په دواړو هېوادونو کې د سوداګرۍ لپاره کافي امکانات شته او حکومتونه کوشش کوي چې له هغو په سمه توګه استفاده وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ سرپرست وزیرمزمل شینواري رسنیوته وویل، په پاکستان کې لاهم افغان سوداګر ځیني ستونزې لري او هیله لري چې د داسې سفرونو او نندارتونونو له لارې د دې ستونزو د حل پیدا کېدونکې لارې عملي شي:

″د وزیر راتګ یو مثبت تغیر دی او دا چې دوی غواړي په هغو برخوکې چې ستونزې لرو ورته حل لارې پیدا کړو او وکولای شو چې هغه حل کړو موږ هیله لرو چې ترپنځه نوي فیصده مو ستونزې حل او سوداګري لا پیاوړي شي.″

له دې سره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په دې باور ده چې پاکستاني پلاوی په څرګندونو کې جدي دی او که د ستونزو د حل په لارو چارو عمل وشي د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ به د باور فضا ډیره شي.

د دې اتاق چارواکې د شته ستونزو د حل کېدو غوښتنې تر څنګ ټینګارکوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګري پیاوړي اړیکې کولای شي د سیمې په کچه د سوداګرۍ لپاره امکانات برابرې او اړیکې پیاوړي کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG