د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

افغان او پاکستاني چارواکي د ګوزڼ پر مخنيوي خبرې کوي


افغان او پاکستاني چارواکي به په روانه اوونۍ کې یوه دوه ورځنۍ غونډه وکړي او په سرحدی سیمو کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د کمپاین پر لارو چارو به بحث وکړي.

دا وژونکې ناروغي په دي سیمو کې مخ په زیاتیدو ده.

پاکستاني چارواکي وایي، په غونډه کې به بحث وشي چې د پولیو په کمپاین کې څنګه د افغانستان او پاکستان منابع او کارکوونکي په ګډه ددغه وایروس پر ضد مجادله وکړي.

پاکستان په ۲۰۱۴ م کال کي د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ۳۰۳ پیښې ثبت کړې وې چې په دې رقم کې د ۲۰۱۳ م کال په پرتله ۹۳ پيښې زیاتې شوې دي.

د پاکستان د روغتیا وزیره سایره افضل تارړ وایي، د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د قربانیانو په سلو کې نوې د افغانستان پولې ته نږدې د شخړو په سیمو کې دي او په دې سیمو کې له القاعده شبکي سره تړلې وسله والې ډلې پر روغتیایي کارکوونکو حملې کوي.

د پاکستان د پولیسو د ارقامو له مخې، په تیرو دوو کلونو کې شاوخوا ۲۴ تنه روغتیایي کارکوونکي او یو زیات شمېر امنیتي کسان چې د روغتیایي کارکوونکو ساتنه یې کوله، د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي.

وسله وال پر روغتیایي کارکوونکو تور لګوي چې امریکا ته جاسوسي کوي او دا استدلال هم کوي چې د پولیو واکسین ګواکې د مسلمانانو ماشومان شنډوي.

د ملګرو ملتونو روغتیایي سازمان WHO وایي، افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې په ۲۰۱۴ م کال کې په کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پیښې زیاتې شوې وې.

په ۲۰۱۴ م کال کي په افغانستان کې د پولیو ۲۸ پیښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې دا رقم په ۲۰۱۳ م کال کي یوازې ۱۳ و.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په ۲۰۱۴ م کال کې په نړۍ کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ۳۸۵ پیښې ثبت شوې وې چې دا شمېر په ۲۰۱۳ م کال ۴۱۶ و.

XS
SM
MD
LG