د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

د اوکراین له اوربنده ډيرې سرغړونې شوي


د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان چې په اوکراین کې د اوربند څارنه کوي، وایي چې له اوربنده پراخې سرغړونې شوې دي.

د اوکراین لپاره د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د څارونکي ډلې ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل چې څوځله د اوکرایني ځواکونو او روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو تر منځ د دونیڅک هوایي ډګرته نژدې او ماریپول ته نژدې نښتې وشوې.

د دې ویاند په وینا د اپریل په ۱۵همدا راز ترسلو ډیرې چاودنې د دونیڅک هوایي ډګر ته نژدې وشوې.

په اوکراین کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان اوربند څاري د دغه سازمان د څارونکي ماموریت ویاند میخاییل بوسییرکیف بي بي سي ته وویل چې د روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو او دولتي ځواکونو تر منځ څو سوه متره واټن دی او دواړه لورې د استوګنې په سیمه کې پر یوه بل د توغندیو ډزې کوي.

بوسییرکیف زیاته کړه چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د اوکراین په ختیځ کې د بشپړ اوربند پر پلي کیدو ټینګار کوي:

″ایرطغرل اپاکان د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د څارنې د ماموریت مشر، یو ځل بیا د سمدستي هراړخیز اوربند غوښتنه کړې او ترټولو مهمه دا چې د درنو وسلو د ایستلو غږ یې کړی دی. تیره ورځ او نن مو د هغو خبرو راپورونه ورکړل چې موږ یې شاهدان وو.

د درنو وسلو د ایستلو پروګرام باید بشپړشي او له هغو سیمو چې دا وسلې استعمالیږي باید لیرې شي.″

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د هغه اوربند څارنه کوي چې د فبروري په میاشت کې په مینسک کې لاسلیک شوی و.

له دې تړون سره د اوکراین جګړې چې ترشپږ زره ډیر کسان پکې وژل شوې دي، لږ ورو شوې.

بل لورته د اوکراین صدراعظم ارسیني یاڅینوک تیره ورځ په کییف کې وویل، یو مخ یې هیلې ختلې دي، ځکه چې روسیه د مینسک د تړون په پلي کیدو کې پاتې راغلې ده.

د اوکراین د ملي او دفاعي شورا ویاند اندري لیسینکو بیا تیره ورځ څرګنده کړه چې روسیې شاوخوا زر سرتیرې د اوکراین له پولې سره نژدې ځای پرځای کړې دي:

″روسیه د اوکراین پولي ته نژدې د وي دیلیفکا په ځنګلونو کې د روسیې د بلګاراد په سیمه کې چې لس کیلومتره د اوکراین له سرحده لرې ده، ځواکونه زیات کړي.

په همدې سیمه کې د روسیې پنځوس زغروال واحدونه او دوه زره پوځیان دي.″

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هیوادو جګپوړي دیپلوماتان په جرمني کې د اوکراین پر شخړې غږیږي.

د نړۍ اته سترصنعتي هېوادونه وروسته ترهغه اووه شول چې تیر کال روسیې د اوکراین کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه. اوس بریتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایتالیا، جاپان او امریکا د جي اووه غړي دي.

د جي اوو هېوادو د غونډې په درشل کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شاین مایر وویل، ماسکو باید دا ډاډ ورکړي چې د اوکراین بحران د هواریدو په خوا روان دی.

XS
SM
MD
LG