د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

دانش: لاهم ۱۸ امنیتي خصوصي کمپنۍ په افغانستان کې فعالیت لري


د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي، اوس مهال شل امنیتي کمپنۍ په افغانستان کې د ډیپلوماتیکو ادارو د امنیت ساتلو په برخه کې فعالیت لري.

په دغو کمپنیوو کې د اکاډمۍ په نوم کمپنۍ هم شامله ده چې پخوا یې د بلېک واټر په نوم فعالیت درلود.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې، د افغانستان پخواني حکومت د دغو ټولو کمپنیو په منحل کېدلو ټینګار کاووه.

په عین حال کې یو شمېرافغان امنیتي کارپوهان وايي چې د هېواد اوسني امنیتي وضیعت ته په پام سره پکاره ده چې د پولیسو ترڅنګ امنیتي کمپنۍ هم د پروژ يي کارونو او ادارو د امنیت د تېنګښت په برخه کې کار وکړي.

که څه هم شااوخوا پنځه کال مخکې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي دستور ورکړ چې ټولې امنیتي کمپنۍ دې منحل شي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې لاهم اتلس امنیتي خصوصي، کمپنۍ په دغه هېواد کې فعالیت لري.

د کورنیوچارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې دغه کمپنۍ په یوې ټاکلې محدوده کې کار کوي.

د ښاغلي دانش په وینا دوه کاله مخکې د بلېک واټر په شمول یو شمېرامنیتي کمپنۍ چې د افغانستان د قوانینو خلاف یې عمل کړی و منحل شوې:

″موږله ۵۷ څخه زیاتې کمپنۍ چې په امنیتي برخه کې یې فعالیت کولو په ۱۳۹۲ کال کې منحل اعلان کړې، د بلک واټرکمپنۍ په شمول، خو یوشمېرهغه کمپنۍ چې د ډیپلوماتیکو ادارو د امنیت د ټینګښت چارې یې سمبالولې خوندي پاتې شوې، د دغو کمپینو د دندې او مسوولیت ساحه تعریف شوې ده او کولای شي چې په یوې ټاکل شوې محدوده کې کار وکړي.″

اکاډمي کمپني چې پخوا یې د بلېک واټرپه نوم کارکولو اوسمهال د نورکمپنیو ترڅنګ په سفارتونوکې دننه د دیبلوماتیکو څانګو د امنیت په ساتلو بوخته ده.

خبره دا ده ده چې پخواني ولسمشرحامد کرزي یادې امنیتي کمپنۍ په ځانګړي ډول بلېک واټرد افغانستان د وضیعت په خرابېدلو کې په لاس لرلو تورنې کړي او د منحلولو دستور یې ورکړی دی.

د راپورونوله مخې د بلېک واټرځواکونوڅوکاله مخکې دوه تنه په افغانستان او څوارلس تنه د عراق په بغداد کې وژلي دي.

دغه شان یو شمېر راپورونه دا هم وايي چې د بلېک واټرد کمپنۍ یو شمېرکارکوونکو په یو شمېرحساسو عملیاتو او ان په افغانستان او عراق کې د مخالفینو پرپټنځایونو په حملو کې هم ګډون کړی دی.

د بلېک واټرکمپنۍ په ۱۹۹۸ کال کې د امریکا د دریايي ځواکونو د یوشمېرپخوانیو غړو له خوا جوړه شوه.

دغه کمپنۍ ژمنه ده چې د لسو زرو په شااوخوا کې پوځي، امنیتي ځواکونه په ترټولو بحراني او حساسو جنګي سیمو کې په کار وګماري.

که څه هم یو شمېرکسان په دې باوردي چې پکار نه ده د افغان امنیتي ځواکونو په شتون کې بهرنیو امنیتي کمپنیو ته د کارکولو اجازه ورکړل شي، خو یو شمېرکارپوهان وايي چې د افغانستان اوسني وضیعت ته په پام سره، اړتیا ده چې دا شان کمپنۍ د پولیسو ترڅنګ د پروژيي کارونو او ادارو د امنیت د تېنګښت په برخه کې فعالیت وکړي.

د چارو کارپوه عبدالهادي خالد په دې اړه ازادۍ راډیوته وویل:

″اړتیا ده چې په افغانستان کې قانون ته ژمنې امنیتي کمپنۍ موجودې وي، ځکه پولیس نشي کولای چې د ټولوځایونو امنیت خوندي کړي، افغانستان اوس مهال په ښه وضیعت کې نه دی، خو پکارده چې دغه کمپنۍ د افغانستان ملي قوانینو او اساسي قانون ته پام وکړي.″

خو ښاغلي خالد وايي؛ که دغه کمپنۍ د ځینو اشخاصو په فرمایش او ګټه کار وکړي او قانون ته هم درناوی ونه لري نو پکارده چې د افغانستان د جمهوري ریاست دوه شپیتم نمبر فرمان پلی شي.

د دغه فرمان له مخې چې پنځه کاله مخکې خپورشو، باید په افغانستان کې د ټولو امنیتي کمپنیو فعالیت ودرول شي.

XS
SM
MD
LG