د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

د لوګر یوه اوسیدونکي یوه غرنۍ پیشوکابل ژوبڼ ته ډالۍ کړه


د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د لوګر ولایت یوه اوسیدونکي یوه غرنۍ پیشوکابل ژوبڼ ته ډالۍ کړه.

دغه پيشو د نوموړي کس په غوښتنه د ازادۍ راډیوپه همکارۍ کابل ژوبڼ ته وسپارل شوه.

د کابل ژوبڼ مسوولین وايي، دا ډول پیشوګانې په افغانستان کې لږ دي او د منځه تللوپه حالت کې دي.

حبیب الرحمن د لوګر ولایت د مس عینک کان د سیمې اوسیدونکې دی.

حبیب الرحمن له ازادی راډیو سره په ټيلیفوني تماس کې وغوښتل چې د ده په وسیله نیول شوې غرنۍ پیشو دې د راډیو په همکارۍ کابل ژوبڼ ته وسپارل شي.

دغه غرنی پیشوچې ساری یې په کابل ژوبڼ کې نشته د چهارشنبې په ورځ له لوګر ولایت څخه په یوه قفس کې کابل ته راوړل شوه.

حبیب الرحمن وايي، ځکه دغه پیشو د ازادۍ راډیوله لارې ژوبڼ ته سپاري چې په دغه راډیو ډېراعتماد لري:

″د ازادۍ راډیوله طریقه ځکه ما ژوبڼ ته ورکړ چې یوازې په افغانستان کې همدا راډیو ده چې د خلکو ستونزې او مشکلات حل کوي او د خلکوغږ خپروي هسې ټلویزیونونه او راډیوګانې خو ډیرې دي اوازخو به یې خپورکړي خو مشکلات نشي حلولای دا وحشي ژوی وو په دې سیمه کې له منځه تلو خلکو ښکارولو.

ما په دغه راډیو اعتبار لرلو. ځکه مې غوښتل چې د ازادۍ راډيوله لارې یې ژوبڼ ته ورسوم او د خپلو هېواد والو زړونه خوشاله وساتم.″

حبیب الرحمن وايي چې شپږمیاشتې مخکې یې یوه غرنی پيشوهغه وخت ونیوله چې د دوی د رمې پسونه یې خوړلي وه.

د چهارشنبې په ورځ دغه غرنی پیشو د ازادۍ راډیوپه وسیله په کابل کې د کابل ژوبڼ مسوولینو ته وسپارل شوه.

که څه هم چې د کابل ژوبڼ مسوولین وايي، نه غواړي چې خلک په خپل سر ژوي ونیسي او دلته یې د ساتلو او نندارې لپاره وسپاري خو د دې ژوبڼ د ښوونې او روزنې مسوول نجیب الله نظري وايي چې دا له دې ډول نه یوازینۍ غرنۍ پیشو ده چې د کابل ژوبڼ ته راوړل شوې ده:

″دا پیشو ډیراهمیت لري نوم یې غرنۍ پیشو یا پالس کټ ده؛ موږ یو بل ډول دشتي پیشو هم لرو، په افغانستان کې څو ډول پیشوګانې شته، دشتي، د ځنګله پیشو او دا چې تاسو راوړې غرنۍ ده.

پخواموله دې نه درلودې، دا پیشوګانې په طبیعت کې ډیر عمرخو په قفس کې کم عمر کوي.″

د کابل ژوبڼ مسوولین وايي، اوس مهال په دغه ژوبڼ کې سل ډوله مرغان، کبان او نور ژوي ساتل کېږي چې شمېر یې ۶۰۰ ته رسیږي.

ویل کېږي هره ورځ شاوخوا یو نیم زرکسان د دغه ژوبڼ له ژویوڅخه کتنه کوي.

ډیرشمېرخلکو ویل چې باید د دغه ژویوپه تیره د دا راز پیشوګانو د ساتنې لپاره ځانګړي ځایونه جوړشي ځکه چې په یوه قفس کې د پیشوساتنه مناسب نه دي.

XS
SM
MD
LG