د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

په کوټه کې د ٣١ تښتول شويو هزاره ګانو د را خوشې کولو غوښتنه وشوه


د هزاره ډيموکراټيک ګوند محصلينو په دې احتجاجي مظاهره کې د افغان حکومت په ضد شعارونه ورکړي چې ولې يې د هزاره قوم تښتول شوي کسان تراوسه د وسله والو له منګولو نه دې را خوشې کړي.
د هزاره ډيموکراټيک ګوند محصلينو په دې احتجاجي مظاهره کې د افغان حکومت په ضد شعارونه ورکړي چې ولې يې د هزاره قوم تښتول شوي کسان تراوسه د وسله والو له منګولو نه دې را خوشې کړي.

شاوخوا دوې مياشتې وړاندې له زابل ولايته د ٣١ تښتول شويو کسانو د تښتونې په ضد پرون په کوټه کې احتجاجي مظاهره شوې ده.

د هزاره ډيموکراټيک ګوند محصلينو په دې احتجاجي مظاهره کې د افغان حکومت په ضد شعارونه ورکړي چې ولې يې د هزاره قوم تښتول شوي کسان تراوسه د وسله والو له منګولو نه دې را خوشې کړي.

د هزاره ډيموکراټيک ګوند د محصلينو سازمان د چارشنبې په مازيګرپه کوټه کې د هغو يودېرش تنو افغانانو په ملاتړ يوه احتجاجي مظاهره وکړه چې شاوخوا دوې مياشتې وړاندې د افغانستان په زابل ولايت کې وسله والو د وسلو په زورله مسافربسه کښته کړل او ويې تښتول.

احتجاج کوونکېو د کوټې د پريس کلب مخې ته شعارپاڼې را اخيستې وې چې د تښتول شويو افغانانو د را خوشې کېدلو غوښتنې يې پرې ليکلې وې، دوى د افغان حکومت په ضد هم شعارونه ورکړل.

د محصلينو د سازمان يوه مشرسردار ساحل ازادۍ راډيو ته وويل چې دوى غوښتل په کوټه کې د افغانستان د قونسلګرۍ مخې ته احتجاج وکړي، خو حکومت ورته اجازه ور نه کړه.

ساحل وايي، له زابله د هزاره ګانوتښتول د افغانانو ترمنځ د نفاق پيدا کولو يوه دسيسه مالومېږي، افغان حکومت بايد د داسې پېښو په مخنيوي کې غفلت ونه کړي:

″د افسوس ځاى دى ٥٥ ورځې تېرې شوې خو افغان حکومت تراوسه د دغو تښتول شويو کسانو ليست نه لري چې د دغو مساپرو نومونه څه دي، د کومو ولايتونو او کوم کلي دي، زه فکرکوم چې افغان حکومت بايد دې ته جدي پام وکړي، ځکه د دغو کسانو تښتول د افغانستان د قومونو ترمنځ د تفرقې اچولو يوه دسيسه ده، دا د افغان ملت لپاره يوه خطرناکه خبره ده.″

د هزاره ډيموکراټيک ګوند يو مشر رضا وکېل وايي، نه پوهېږي چې دغه يودېرش تنه بې ګناه هزاره افغانان به چا تښتولي وي، خو وايي داسې مالومېږي چې تښتونکې يې په افغان حکومت خپلې غوښتنې منل غواړي.

رضا وکېل وايي، افغان حکومت مسوول دی چې تښتول شوي کسان د وسلوالو له منګولو را خوشې کړي:

″قريباً دوې مياشتې کېږي چې يودېرش هزاره ګان تښتول شوي، خو تراوسه يې هيڅ حال مالوم نه دى، طالبانو انکار کړى چې دغه کسان دوى نه دي وړي، داسې ګنګوسې هم شته چې تښتوونکې نه غواړي دغه هزاره ګان و وژني، تر اوسه هرې ډلې د دوى له تښتول انکارکړى، کېداى شي داسې ډله وي چې تراوسه يې خلک نه پېژني، خو دوى د خپلو غوښتنو د منلو لپاره دغه کسان تښتولي دي.

موږ له افغان حکومته په کلکه د دغو کسانو د را خوشي کولو غوښتنه کوو.″

مظاهره چېانو خبردارى ورکړ چې که افغان حکومت تښتول شوي هزاره ګان ژر تر ژره د وسلوالو له منګولو را خوشې نه کړي، نو دوى به په را روانو ورځو کې په کوټه او د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د افغان حکومت په ضد پراخې مظاهرې وکړي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG