د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

روسیه باید له افغانستان سره څه ډول مرسته وکړي؟


د ولسي جرګې اداري پلاوی له افغانستان سره د روسیې مرستې ګټورې ګڼي او وايي چې باید په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې نه یوازې روسیه بلکې د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم پراخې مرستې وکړي.

تیره ورځ د روسیې د بهرنیوچارو وزیر د افغانستان د ملي امنیت د شورا له سلاکارسره په کتنه کې وویل چې روسیه له تروریزم او د مخدره موادو د قاچاق د مخینیوی په برخه کې له افغانستان سره مرستې ته چمتو ده.

افغان حکومت او کارپوهان هم د روسیې له دغې همکاری هرکلی کوي.

اجراییه ریاست وايي چې دغه مساله نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم ګټورګام دی.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې روسیه باید له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیراحمدزي د پنجشنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وویل، روسیه ځکه باید له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي چې په دغه هېواد کې ناامني د سیمې د هېوادونو پر وضعیت هم اغیزه کولای شي او ښايي چې لمن یې ترهغوی هم وغزېږي.

خو دا چې روسیه باید له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره څه ډول مرسته وکړي؟ ښاغلی احمدزی وايي:

″موږله روسیې نه پوځي مرسته نه غواړو، یوازې د هغوی هوايي ځواکونه پرمخ تللي وسلې لري جنګي هلیکوپټر او الوتکې لري، دا دې زموږ خدمت ته راکړي انشاالله دا توان افغانانو کې زموږ امنیتي ځواکونو کې شته چې موږخپل دښمن له منځه یوسو.″

د چهارشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیوچارو وزیرسرګي لاوروف په مسکوکې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکارمحمد حنیف اتمر سره په کتنه کې وویل، روسیه تیاره ده چې د افغانستان د ثبات د ساتلو لپاره له تروریزم او د مخدره موادو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

دغه کتنه د شانګهای د سیمه ییزې غونډې په څنډه کې وشوه.

افغان حکومت هم له تروریزم او مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د روسیې له ژمنې هرکلی کوي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادۍ راډيوته وویل چې له افغانستان سره په دغو دوو برخو کې د روسیې مرسته له دې نظره د اهمیت وړ ده چې روسیه په سیمه کې یو قدرت ګڼل کیږي.

بل خوا یو شمېرکارپوهان وايي چې روسیه له دې ویرې چې د افغانستان له خوا د ترهګرو له ګواښ سره مخامخ نشي له افغانستان سره یې مرستې ته زړه ښه کړی دی.

د پوځي چارو کارپوه حی ګل سلیمانخیل په دې باوردی چې له افغانستان سره د روسیې د مرستو په برخه کې د امریکې او ناټو موافقه هم حتمي ده:

″دا خطرونه چې بدخشان کې، فاریاب او بادغیس کې او همدا راز د امو سیند شاوخوا سیمو کې شته دا د روسیې لپاره هم خطر دی.

روسیه د دې لپاره چې دا خطر دوی ته متوجه نشي د زړه له کومې همکاري کولای شي په دې شرط چې د امریکا او ناټو قوتونو موافقه موجوده وي.″

یو شمېرخلک په دې باوردي چې له افغانستان سره د روسیې پوځي مرستې له دې پلوه ښې دي چې ډیرشمېرافغانان په پوځي برخه کې په پخواني شوروي اتحاد کې روزل شوي او د هغوی له پوځي ټکنالوژی سره بلدتیا لري خو دوی وايي، دغه مرستې باید د امریکې او روسیې ترمنځ د اختلافاتو لمن پراخه نه کړي.

XS
SM
MD
LG