د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ ښوونځي تړل شوي


د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ ښوونکو د اعتراض په ډول د دې ولسوالۍ ټول ښوونځي تړلي او وايي؛ د دوی دغه اعتراض به ترهغه وخته پورې دوام وکړي ترڅو يې ځمکې له غاصبینو نه وي خلاصې شوي.

د دې ولسوالۍ یو شمېرښوونکو د پنجشنبې په ورځ د خپلې اعتراضيه غونډې پر مهال ازادۍ راډیو سره په مرکو کې وویل چې دوی ته د پخواني ولسمشر په فرمان په دې ولسوالۍ کې دوه ښارګوټي منظورشوي و چې اوس غاصبینو له خوا لاندې شوي.

دوی په دې برخه کې سیمه ييزچارواکي هم پړه وګڼل او وويل چې د غاصبینو د نیونې پرځای د هغوی څخه حمایت کوي:

"زه زيارت ګل د شګې ښوونځي معلم یم موږ دغه اعتراضيه غونډه چې کړې ده ترهغې پورې به دا اعتراض دوام لري چې د غاصبینو مخنیوی نه وي شوی.

زما په نظر دلته د معلم غږ نه اوریدل کیږي او د غاصبینو سره مراعت کیږي دوی ورسره لاس لري.

زما نوم معلم عبدالاحد دی ما دوه ویشت کاله خدمت کړی دی،موږ ته د ولسمشر فرمان په اساس نومورې راکړې اوس چارواکي او غاصبين سره ملګري شوي زموږ حقوق نه راکول کيږي معلمانو ته بد او رد ویل کیږي.

ښوونکی: دلته معلم لاړ شي چې خپله نومره واخلي هلته غاصب ولاړ وي معلم ته کنځلې کوي او پولیس ولاړ وي څه نه ورته وايي بیا پړه هم موږ یو."

د دې ولسوالۍ د ښوونکو اتحادیه مسول نوراني خاورين ازادۍ راډيو ته وویل چې ددې ولسوالۍ مسولین د غاصبینو مخه نه نيسي.

نوموړي وویل چې دوی د معارف رياست له لارې دا ستونزه چارواکو سره شریکه کړې ده او د ولسوالۍ مسولینو سره يي لستونه شته خو پر وړاندې يې اقدام نه کوي:

"غصب کې خپله هغه کسان چې حکومت ته معلوم دي، هغوی سره يي شهرتونه شته دي او د دوی په اړه د معارف ریاست له لارې ستونزه شریکه شوې ده، خو متاسفانه هغوی تراوسه یو غاصب هم نه دی نيولی."

که څه هم په دې ولسوالۍ کې امنيتي مسولینو له مرکې کولو ډډه کوله خو د ښيوې ولسوال محمد عثمان زمری وويل چې دوی ارام نه دي ناست او یو کمیسیون يي ټاکلی ترڅو دا ستونزه وڅيړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې دا تاييد کړه چې په دې ولسوالۍ کې د معلمينو د ښارګوټو یوه اندازه ځمکې غصب شوي چې په خبره يي د غصب په تورځيني کسان يي نیولي هم وو چې له تعهد اخیستو وروسته خوشې شوي او د نورو غاصبينو په نیولو نه دي بریالی شوي:

"زموږ د معارف مسولین او انجنير صاحبان چې راشي غاصبین نه وي، خو کله چې دوی لاړشي نوموږڅلرویشت ساعته ګزمه لرو خو په دې موږ نه يو موافق شوي.

هو یو شمېرکسان مو نيولي دي لس پنځلس کسان د غصب په تور مو نيولي و،بیا د قومي مشرانو په واسطه چې دوی به نور مخالفت نه کوي بيرته مو پريښي دي."

خو د ښيوې ولسوالۍ ښوونکي وايي تر اوسه په دې ولسوالۍ کې غاصبین نه دي نيول شوي او نه هم ددې ستونزې پر وړاندې کوم اقدام شوی.

دوی له مرکزي دولته غواړي چې د خپلو هغو احکامو دفاع وکړي چې له مخې يې ښوونکو ته ځمکې ویشلي.

ننګرهار – شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG