د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

عابدي: دولت د ۳۱مسافرو په اړه یوه شیبه هم غفلت نه دی کړی


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په زابل کې یو دیرشو برمته شویوکسانو د برخلیک په هکله چاته تفصیلي معلومات نه ورکوي خو د هغوي د خوشې کیدو لپاره جدي هلې ځلې شوي دي او دولت یوه شیبه هم غفلت او ناغیړې نه ده کړې.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند اجمل عابدي وايي؛ حکومت په زابل کې د برمته شویو کسانو په هکله تفصیلات نه خپروي خو د ازادولو لپاره یې خپله ټوله وسعه کوي.

دغه کسان چې له ایرانه خپلوکورونوته د ستنیدو په لار ووتقریبا دوه میاشتې مخکې په زابل کې برمته شوي دي.

د هغو زیارونو او پلټنو نتایج چې د خوشې کیدو لپاره یې ترسره شوی په نه دي په ډاګه شوي.

د جمهوري ریاست ویاند اجمل عابدي ازادۍ راډیوته وویل چې حکومت د خپل هر تبعه د ژوند د ساتنې لپاره خپله ټوله وسه کوي:

″دولت خپلې ټولې هلې ځلې په جدي توګه ترسره کړي.

د هر هېوادوال ژوند موږته خورا اهمیت لري.

یوه شیبه هم غفلت او ناغیړي نه ده شوې، خو د افسوس خبره دا ده چې د تفصیلاتو په هکله خبرې نه شو کولای.″

د افغانستان د ملي شورا ځیني غړي وايي؛ دولت د امنیتي عواملو له کبله نه غواړي د دغو برمته شویو کسانو په هکله خبرې وکړي.

په پلازمینه کابل او څو نورو ولایتونوکې خلکو مظاهرې کړې چې ولې دولت د برمته شویو کسانو د خوشې کیدلو لپاره جدي هلې ځلې نه کوي.

څو ورځې مخکې د ځینو برمته شویو کسانو کورنیو د ملي امنیت د شورا په غونډه کې هم برخه واخیستله.

تر اوسه پوره څرګنده نه ده چې دغه کسان کومې ډلې برمته کړي او برمته نیوونکي کسان څه غواړي.

XS
SM
MD
LG