د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

په افغانستان کې د اداري فساد پرضد هڅې روانې دي


اداري فساد د ځینو په باور افغانستان ته ستر ګواښ دی او نه یې پریږدي چې دغه له څو لسیزو راهیسې ځپلی هیواد په پښو ودریږي.

خو د فرانس پریس اژانس په باور داسې ښکارې چې افغان حکومت غواړي چې د اداري فساد مخه ونیسي. په دې ترڅ کې یې د لوژیستیک په برخه کې د ۱۲ قراردادونو د څیړنې امر کړی دی، د کابل بانک قضیه یې راسپړلې او د هرات ولایت ټول چارواکي یې د اداري فساد په تور له کاره ګوښه کړي دي.

د اداري فساد په برخه کې د څیړنې لپاره ولسمشرۍ د خپل انتخاباتي کمپاین د وخت ملاتړی د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد حمید اله فاروقي ټاکلی دی.

د اداري فساد په مهمو قضیو کې یوه هم افغان ځواکونو ته د نژدې زرمیلیونه ډالرو په ارزښت د تیلو د قراردادونو ده.

فاروقي وایي چې دغه قراردادونه خورا پیچلي دي، کله چې د هغوی سندونو ته څوک ګوري داسې ښکارې چې هرڅه سم ترسره شوي، خو کله چې له نژدې دا قراردادونه دقیق وکتل شي بیا فساد په کې معلومیږي:

« د پلاوی له څيړنې ښکاري چې شرکتونو په قیمتونو کې جوړ جاړی کړی او د همدې لپاره یې هڅې کړي.

بدبختانه د قیمتونو د جوړولو لپاره غیرقانوني، غیراصولي او غیراخلاقي هڅې شوې دي، نو زموږ پلاوی په یوه خوله دا مني چې سرغړونې شوې دي.»

فاروقي زیاته کړه چې څلورکمپنیو په ورته پیسو داسې قرارداد کړی دی چې اعشاریې یې هم سره ورته دي، نو دا امکان شته قیمت وار له مخه د حکومت له دننه افشا شوی وي.

په ورته وخت کې د افغان پیترولیم ملي کمپنۍ ادعا کوي چې د مزایدې په ورځ ترافیکو د نورو شرکتونو په اشارې د دوی موټر ودراوه او وې ویل چې اسناد مو سم نه دي او دا د دې باعث شو چې شل دقیقې ناوخته شو او بیا یې موږ ته وویل چې تاسو په مزایدې کې ځکه برخه نه شئ اخیستلی چې ناوخته راغلي یاست.

د اداري فساد پرضد یوه فعاله سیما غني وایي، دا ښه خبره ده چې د کابل بانک قضیه مو راوسپړله، خو ایا تر اوسه د دې قضیې په ارتباط مهم کسان نیولی شوي؟ غلا شوې پیسې ترلاسه شوي؟

د سیما غني په وینا دا هڅې نه دې ترسره شوي. خو سارا چایس د ، دولت غله په نوم د کتاب مولفه وایي چې اشرف غني ته داسې چوکۍ رسیدلې ده چې د فساد په سرطان کې ډوبه شوې ده او هغه خپله پوهیږي چې د دغو جرړو پاکول کلونه غواړي.

XS
SM
MD
LG