د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

د پاکستان د پوځي محکمو له خوا ورکړل شوې سزاوې وځنډول شوې


د پاکستان سترې محکمې په دې هېواد کې د ترورېزم د مخنيوي لپاره د ملي پلان له مخې د جوړو شويو پوځي محکمو له خوا ورکړل شوې سزاوې ځنډولي دي.

دا پريکړه د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د قاضي القضات ناصرالملک په مشرۍ د سترې محکمې د قاضيانو يوې ١٧ کسيزې ډلې په دغه محکمه کې د پوځي محکمو پرضد د داېرشوې عريضې د اورېدنې پر مهال کړې.

دوى امر وکړ چې ترڅو د پوځي محکمو پر ضد د داېرې شوې عريضې پريکړه نه وې راغلې، ترهغې به دغه سزاګانې ځنډيدلې وي.

د پاکستان د بشري حقوقو فعالې او د سترې محکمې وکيلې عاصمه جهانګير چې په ستره محکمه کې يې د پوځي محکمو پر ضد عريضه کړې، د اورېدنې پر مهال وويل ستره محکمه حق لري چې د پارلمان له خوا جوړ کړى هر هغه قانون لغوه کړي، چې د اساسي قانون د بنسټيز جوړښت او بنسټيزو بشري حقونو پرضد وي.

د پاکستان سترې محکمې په داسې حال کې د پوځي محکمو فعاليتونه ځنډولي، چې دغو محکمو د روانو مياشت په ٢مه نېټه ٦ کسانو ته د مرګ او ١ ته د عمري بند سزا اورولې وه.

له بلې خوا د پاکستان د قانوني چارو کارپوهان پوځي محکمې له انساني حقونو سرغړونه، نه بلکې د ترورېزم د مخنيوي لپاره مثبتې بولي او وايي، چې ښايي ښې نتيجې به ولري.

د قانوني چارو کارپوه اکبر هوتي له ازادي راډيو سره په خبرو کې ، ددې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د پاکستان پوځي محکمې ددې هېواد د اساسي قانون ضد او يا له بشري حقونو سرغړونه ده؟ وويل:

"د دې ٢١ ترميم او پوځي عدالتونو بنيادي مقصد دا دى چې دلته د ترهګرۍ په مد کې کنټرول وشي او خلک دغې څيزونو ته نه ځي.

په وطن کې ډېره بې حده ترهګري ده، دهشتګردي ده. نو د دغې دهتشګردۍ نه د خلاصون دپاره هغوى دا ډېره غوره وګرځوله، چې پوځي عدالتونه جوړ کړي او هغوى فيصلې وکړي.

دا پوځي محکمې خو د ٢ کالو لپاره جوړې شوي دي، که چيرې [مجرم ته] په سپريم کورټ کې د اپيل حق نه وى ورکړى شوى، نو زما په خيال دا به بيا د انساني حقونو د خلاف ورزۍ په زمره کې راتله.

نو چې هغوى ته ددې کيس د اپيل لپاره سپريم کورټ [ستره محکمه] شته، نو بيا ماته په دې کې څه داسې عنصر نه ښکاري، چې دا دې د انساني حقونو خلاف ورزي وي."

د پاکستان حکومت د تېر کال په دسمبر کې په پېښور کې پرپوځي ښوونځي د وسله والو طالبانو تر بريد وروسته چې نزدې ١٤٤ کسان پکې ووژل شول، ددې هېواد د ټولو سياسي ګوندونو تر يوه ټولګونديز کنفرانس وروسته د ترورېزم د مخنيوي لپاره شل ماده ييز ملي پلان جوړ کړ چې په نتيجه کې يې د پوځي محکمو د جوړولو وړانديز هم وکړ.

تردغه وړانديز وروسته ددې د پاکستان ملي پارلمان ددې هېواد په اساسي قانون کېبدلون راوست، چې له مخې يې په پاکستان کې د دوو کلونو لپاره د پوځي محکمو بنسټ کېښودل شو.

د پاکستان د پوځي مقاماتو په وينا، دا مهال په پاکستان کې نزدې ٩ پوځي محکمې جوړې شوي، چې له دغې ډلې څخه په خيبر پښتونخوا او پنجاب ايالت کې ٣_ ٣، په سند کې ٢ او په بلوچستان کې ١ محکمه فعاليت کوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG