د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

د کابل سروبي ترمنځ د ″لته بند″ د سړک جوړول پیل شول


د کابل سروبي ترمنځ د ″لته بند″ د سړک جوړول پیل شول.د فواید عامې وزارت مسوولینو وویل، د دې سړک اوږدوالی اوه پنځوس کېلو متره دی او په دې پړاو کې به يې څه باندې اوه ویشت کېلومتره جوړ شي.

په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د جمهور ریيس استازی احمد ضیاء مسعود وویل، دا سړک به د کابل او ختیځو ولایتونو ترمنځ په تګ راتګ او د تجارتي مالونو په لیږدولوکې اسانیتاوې برابرې کړي.

افغان چارواکي په دې باور دي چې د ″لته بند″ له لارې به د کابل سروبي ترمنځ دغه سړک وکړای شي په ترانزیت او مرکز ته د ختیځو ولایتو د کرنیزو محصولاتو په لیږدولو کې اسانیتاوې برابرې کړي.

د ″لته بند″ له لارې د کابل سروبې ترمنځ د اساسي سړک د جوړولو چارې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې.

په دې مناسبت په بت خاک سیمه کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د جمهور ريیس استازي احمد ضیاء مسعود، د فواید عامې د وزارت چارواکو او د سیمې مشرانو ګډون کړی و.

احمدضیاء مسعود وویل، د کابل سروبي دغه سړک به د هېواد د ختیځو ولایتونو، مرکز او شمالي ولایتونو ترمنځ په ترانزیت او د سوداګریزو مالونو په لیږد رالیږد کې اسانیتاوې رامنځته کړي:

″د کابل جلال اباد ترمنځ د دې سړک جوړول یو مهم ګام دی، له جوړولو سره به ېې ترافیکې ستونزې کمې او د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.″

د افغانستان د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې، د ″لته بند″ له لارې د کابل سروبې ترمنځ واټن څه باندې دوه پنځوس کېلومتره دی او په لومړي پړاو کې به د دغه سړک، څه باندې اوه ویشت کېلومتره په اساسي ډول جوړ شي.

د دې وزارت چارواکو وویل، پردغه سړک به د دولت څه کم نهه سوه او پنځوس میلیونه افغانۍ ولګیږي او په اتلس میاشتو کې به سر ته ورسیږي.

د فواید عامې وزارت سرپرست نورمنګل وویل، د هېواد د ولایتونو ترمنځ د سوداګریزې اړیکي او د خلکو تګ راتګ مخ په زیاتیدو دی او دغه چاره یوازې د ماهیپرله لارې نه شوه ترسره کېدلی، د همدې له امله لازمه وګڼل شوه چې د ″لته بند″ له لارې د کابل سروبي سړک جوړ شي:

″په ماهیپر د ډول ډول موټرو ډیره ګڼه ګوڼه وه او ستونزې په کې ډیرې وې وروسته له دې به لوېې بار وړونکې لارۍ د ″لته بند″ او نور موټر د ماهیپر له لارې تګ راتګ کوي.″

د سیمې خلکو د ډولونو په غږولو او اتڼونو سره د دغه اقدام هرکلی وکړ او ويي ویل، چمتودي چې د سرومال په بیه، د دې سړک په جوړولو او ساتلو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

د دې سړک د جوړولو تړون د ″نوید نوري سالم″د سړک جوړونې له یوې افغاني کمپنۍ سره شوی.

د دې کمپنې مشرنوید نوري ژمنه وکړه چې دا سړک به په عالي کېفیت او په ټاکلي وخت بشپړ کړي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، اړتیا ده چې په لومړي پړاو کې په هیواد کې څه باندې دیرش زره کېلومتره اساسي سړکونه ولري خو اوس مهال په ټول هېواد کې شاخوا اوه زره کېلومتره اساسي سړکونه موجود دي.

دا وزارت وايي؛ پلان لري چې د بودجې د ترلاسه کولو په صورت کې د هېواد نور ضرروي سړکونه هم په اساسي ډول جوړ کړي.

کارپوهان وايي سړکونه نه یوازې دا چې د تجارت او سودارګرۍ د پراختیا لپاره مهم دي بلکي د امینت په ټینګښت کې هم رول لري.

خلک وايي؛ د سړک جوړونې په تیرو پروژو کې د موادو کېفیت ته پام نه دی شوی او اکثره سړکونه په لږه موده کې خراب شوي دي.

دوې تاکېد کوي چې د فواید عامې وزارت دې په دې برخه کې د فساد مخه ونیسي او د پروژو کېفیت ته دې پام وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG