د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د رولا غني نوم د نړۍ د سلو اغېزناکو کسانو په فهرست کې راغلى


د افغانستان د لومړۍ مېرمنې نوم د ټايم مجلې له خوا د ۲۰۱۵م کال د نړۍ تر ټولو اغېزناکو خلکو په فهرست کې راغلی دی. ټايم مجله هر کال د نړۍ د سلو اغېزمنو کسانو نومونه غوره کوي.

ټايم مجلې د خپل ۲۰۱۵م کال د هغو خلکو د نومونو فهرست چې د نړۍ پر کچه تر ټولو اغېزناک ګڼل شوي دي، خپور کړی دی.

د نړۍ پر سطحه د سلو اغېزناکو خلکو په دې فهرست کې د افغانستان د لومړۍ مېرمنې رولا غني چې افغان نوم يې بي بي ګل دی، نوم هم راغلی دی.

د ټايم په وينا مېرمن رولا غني هغه مېرمن ده چې د پخوانيو افغان لومړيو مېرمنو په شان به بې نومه او بې ږغه نه وي. تایم وايي، مېرمن غني به د افغانستان پر مهمو موضوعاتو خپل ږغ پورته کوي.

د افغانستان لومړۍ مېرمنې له آزادي راډيو سره د ډسمبر په مياشت کې د خبرو پر مهال وويل چې مخکې هم دې په افغانستان کې د آشيانه په نامه له يوې موسسې سره کار کاوه چې په کوڅو کې د کارکوونکو کوچنيانو سره يې مرسته کوله. د لومړۍ مېرمن په وينا، دا اوس هم د افغانانو سره په تماس کې ده او د دوی له ستونزو خبره ده.

د ټايم مجلې په وينا، که څه هم مېرمن غني په افغانه ټولنه کې له ډېرو ستونزو سره مخا مخ کېدای شي ځکه چې دا اصلي د لبنان ده، خو مېرمن غني ډېره لوستې ده او له خپل کار سره لېوالتيا لري، نو د ډير خلک سترګې په لاره دي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره به ډېر څه وکړي.

د نړۍ پر سطحه اغېزناک خلک د ټایم مجلې د نړيوالو ليکوالانو او پخوانيو ۱۰۰ اغېزناکو کسانو له خوا هر کال نوماند کيږي او د دې مجلې د مديرانو له خوا تر انتخابېدو وروسته د مجلې د لوستونکو له خوا رايې اخلي.

د ټایم مجلې د ۱۰۰ اغېزناکو کسانو فهرست د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۸ کې په واشنګټن ډي سي کې خپور شو. دا فهرست خلکو ته دومره په زړه پوري شو چې په ۲۰۰۴ کال کې ټایم مجلې پرېکړه وکړه چې دا فهرست به کلنی کړي.

د ۲۰۱۵ کال د سلو اغېزناکو کسانو په فهرست کې د ملالۍ يوسفزۍ، د ايران د بهرنيو چارو د وزیر محمد جواد ظريف، د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوټين او د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزيز السعود نومونه هم د نورو تر څنګ شامل دي.

XS
SM
MD
LG